درې زره افغانانو ته د هند یوه خصوصي تحصیلي موسسې له خوا جعلي سندونه ورکړل شوي دي.
د ادارې فساد سره د مبارزې رییس عبدالقیوم نظامي ویلي چې دغه موسسې یا بنسټ د لسانس، ماسټرۍ او دکتورا په کچه جعلي سندونه ورکړي دي.
هغه د دغه بنسټ په اړه جزئیات ورنه کړل، خو ویې ویل چې د همدغو جعلي سندونو له مخې ځیني افغانان په لوړ پوړو دولتي پوستونو کې کار کړی او لا هم کار کوي.
ځینو راپورونو بیا د ښاغلي نظامي له قوله ویلي چې ارزونې یې ښیې دغه بنسټ یوازې تر ۱۲م ټولګي زده کړي ورکوي، خو افغانانو ته یې د لېسانس، ماسټرۍ او دکتورا سندونه ویشلي دي.
د ادارې فساد سره د مبارزې رییس زیاته کړې، د دې ترڅنګ د هېواد د ننه يو شمېر خصوصي تحصيلي بنسټونه هم چې د خيالي محصلانو په لرلو تورن دي، لويې څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي.
د یادونې ده چې تر دې مخکې هم يو شمېر خصوصي پوهنتونونو د خيالي محصلانو په لرلو او د پيسو په بدل کې د لسانس تحصيلي اسنادو په ورکړې تورن و.
د عبدالقيوم نظامي په خبره چې د ولسمشر په حکم له فساد سره د مبارزې ادارې درې موازي بنسټونه لکه، له فساد سره د مبارزې ځانګړی سکرتریت، د دارایي د ثبت اداره او میک اداره لغوه او له فساد سره د مبارزې کمیسیون کې مدغم شوي دي.
دغه کمېسیون چې شااوخوا پنځه میاشتې دمخه جوړ شوی، د جعلي تحصیلي سندونو د قضیې په ګډون د روان کال په درېیو میاشتو کې د فساد ۴۷ دوسیې څیړلي او له دې ډلې یې ۱۶ دوسیې لویې څارنوالۍ ته سپارلي دي.