ویسټ انډيز ـ ایرلینډ ته په لومړۍ لوبه کي ماته ورکړه

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د ویسټ انډيز او ایرلینډ کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د ویسټ انډيز په کوربتوب د درو یو ورځنیو لوبو د لړۍ څځه ئې پرون سې شنبه لومړۍ یو ورځنۍ لوبه ترسره سوه، چي ویسټ انډيز په ۵ ویکیټو ایرلینډ ته ماته ورکړه.
په یاده لوبه کي لومړی ایرلینډ توپوهنه وکړه، ایرلینډ د لوبي په ۴۶،۱ آورونو کي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ویسټ انډيز ته د ۱۸۱ منډو هدف وټاکی.
د ایرلینډ لپاره ټوکیر ۳۱، آدایر ۲۹، ډیلاني ۱۹ او بلبایم بیا ۱۶ منډي جوړي کړې.
81176261 3074536509232091 4080641139370098688 o ویسټ انډيز ـ ایرلینډ ته په لومړۍ لوبه کي ماته ورکړه
د ویسټ انډیز لپاره بیا جوسیپ ۴، کوټریل ۲، هیډین واش ۲، خو کیمو پاول او روشټن چېس د ایرلینډ یو ـ یو لوبغاړی وسوځاوه.
82006977 3074642335888175 3471093084299722752 o ویسټ انډيز ـ ایرلینډ ته په لومړۍ لوبه کي ماته ورکړه
کله چي د ويسټ انډيز لوبغاړي د توپوهني لپاره میدان ته کښته سول د ایرلینډ له لوري ورکړل سوی هدف ئې د لوبي په ۳۳،۲ آورونو کي د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.
د ویسټ انډيز لپاره ایون لیویز ۹۹ ناسوځېدلي، کینګ ۲۰، چیس ۱۹، پوران ۱۷، شي هوپ ۱۳ او هیتمایر بیا ۸ منډي جوړي کړې.
81426548 3075000152519060 6895208731143831552 o ویسټ انډيز ـ ایرلینډ ته په لومړۍ لوبه کي ماته ورکړه
د ایرلینډ لپاره بیا سیمي سینګ ۲، خو مک براین، مک کرټي او رینکین بیا یوه ـ یو لوبغاړی وسوځاوه.
81471149 3074960302523045 2848449330346459136 o ویسټ انډيز ـ ایرلینډ ته په لومړۍ لوبه کي ماته ورکړه
ویسټ انډیز او ایرلینډ کرکیټ ملي لوبډلي د درو یو ورځنیو لوبو د لړۍ دوهمه لوبه سبا د پنجشنبې په ورځ ماښام ۹ بجې ترسره کوي، خو درېیمه یو ورځنۍ لوبه ئې بیا د راتلونکي یکشنبې په ورځ ده.