ویراټ کوهلي: موخه مو د شل‌اوریزه نړیوال جام ګټل دي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې لوبډلمشر ویراټ کوهلي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، د لوبډلې یوازینۍ موخه یې داده، ترڅو د کرکټ شل‌اوریزه نړیوال جام وګټي.

ویراټ کوهلي له رسنیو سره په خبرو کې ویلې، ددې موخې لپاره به تر وروستۍ کچې زیاتې هڅې وکړي.

 

شل اوریزه نړیوال جام

 

ټاکل شوې وه د ۲۰۲۰م کال د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام د هند په کوربتوب ترسره شوی وای، خو د کورونا له امله وځنډول شو او اوس به د یاد هیواد پرځای په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

 

د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام نن د اکتوبر میاشتې په ۱۷مه نېټه پيلیږي او د نوومبر میاشتې تر ۱۴مې نېټې پورې به دوام وکړي.

 

دا لوبې به د متحده عربي اماراتو په دوبۍ، ابوظبۍ او شارجه ښارونو کې ترسره شي.

 

د شل اوریزه نړیوال جام په اړه نور معلومات

 

شل اوریزه نړیوال جام په دوو پړاونو کې ترسره کیږي، چې په لومړي پړاو کې به بنګله دېش، سریلانکا، عُمان، پاپو نګیني، ایرلینډ، هالنډ، سکټالنډ او نیمیبیا هیوادونه په خپلو منځونو کې ۱۲ لوبې د عُمان هیواد په کوربتوب ترسره کړي او څلور مخکښې لوبډلې به یې د ۱۲ لوبډلو غوره پړاو ته لاره پیداکړي.

 

افغانستان، هند، پاکستان، انګلينډ، ويسټ انډيز، سويلي افريقا، آسټراليا او نيوزيلينډ هغه اته لوبډلې دي، چې وار له مخې یې ۱۲ غوره لوبډلو ته لاره پیداکړې.

 

له هغه وروسته د ۱۲ غوره لوبډلو ترمنځ په دوو ګرپونو کښي د کرکټ شل اوریزه نړیوال ترسره کیږي، چې هره لوبډله به په خپل ګروپ کښي پنځه ـ پنځه سیالۍ ولري.

 

د معلوماتو له مخې د هر ګروپ څخه به دوې ـ دوې مخکښي لوبډلې بل پړاو ته لاره پيداکړي، چې لومړی د څلورو لوبډلو ترمنځ دوې نیمه پایلوبې او له هغه وروسته به بیا د نوومبر میاشتې په ۱۴مه نېټه د دوو لوبډلو ترمنځ د شل اوریزه نړیوال جام پایلوبه ترسره شي.