ولې یو شمېر نجونې په سترو کورنیو کې واده کولو ته زړه نه ښه کوي؟

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

نن سبا ډېری نجونې هڅه کوي چې په داسې کورنۍ کې واده وکړي چې کوچنۍ او يا د وګړو شمېر یې لږ وي، دا ډول نجونې په کوچنیو کورنیو کې خپل ارامښت ويني او ګومان کوي، که چېرې په سترو کورنیو کې واده وکړي ارامښت به یې له منځه لاړ شي.

د دې ترڅنګ چې نجونې نه غواړي په سترو کورنیو کې واده وکړي د نجونو کورنۍ هم دا نه خوښوي چې لوڼې یې په سترو کورنیو کې چې د کورنۍ د غړو شمېر يې ډېر وي واده وکړي. د دې ترڅنګ چې نجونې د ارامښت د ترلاسه کولو لپاره غواړي چې په کوچنیو کورنیو کې واده وکړي، ځینې نور دلایل هم شته چې دوی په کوچنۍ کورنۍ کې واده کولو ته هڅوي.

په نننۍ لیکنه کې غواړو تاسو ته ځينې دغه دلایل در وپېژنو که تاسو هم غواړئ په دې اړه معلومات ترلاسه کړئ لیکنه تر پایه ولولئ!

لومړی: له ستونزو نه د خلاصون لپاره

ډېری نجونې د سترو کورنیو له ستونزو او کړاوونو نه ډارېږي له همدې امله غواړي چې په کوچنيو کورنیو کې واده وکړي، دا ډول نجونې په دې باور دي چې څومره يوه کورنۍ ستره يا د يوې کورنۍ غړي ډېر وي هومره د هغې کورنۍ ستونزې ډېرې وي نو دوی نه غواړي چې له واده وروسته یې ژوند له ستونزو ډک وي، او د ارامتیا د ترلاسه کولو لپاره په کوچنی کورنۍ کې واده کول غوره کوي.

دویم: له حد نه ډېر تګ راتګ

ډېری نجونې او د هغوی کورنۍ د دې لپاره نه غواړي چې لور یې په يوې لویې کورنۍ کې واده وکړي، ځکه چې په سترو کورنیو کې د میلمنو تګ راتګ ډېر وي او څومره چې په يوې کورنۍ کې ډېر وګړي ژوند وکړي هومره ټولنیزې اړيکې په هغه کور کې ډېرې وي او د کورنۍ هر غړی له ګڼو خلکو سره تګ راتګ لري له همدې امله په کورنۍ کې د میلمنو تګ راتګ ډېر وي او په افغاني ټولنه کې د میلمنو ټول بوج د کور په ښځينه وو وي نو ډېری نجونې په سترو کورنیو کې واده کولو ته زړه نه ښه کوي او هڅه کوي چې خپل خاوند له کوچنیو کورنیو نه وټاکي.

درېيم: د ماشومانو روزنه

یو شمېر نجونې او د هغوی کورنۍ په دې فکر دي چې په سترو کورنیو کې د ماشوم روزنې ته پاملرنه نه کېږي دا ځکه چې په سترو کورنیو کې د وګړو شمېر ډېر وي او د مور او پلار بوختیا د دې لامل کېږي چې هغوی د خپلو ماشومانو روزنې ته په سمه توګه پاملرنه ونه شي کولای او ماشومان یې سمه تربیه وا نه خلي. له همدې امله هغوی نه غواړي چې لور يې په يوې سترې يا ګډې کورنۍ کې واده وکړي.

څلورم: شخړې

په معمولي ډول کله چې په يوې کورنۍ کې د کورنۍ د غړو شمېر ډېر وي هغه کورنۍ به له شخړو تشه نه وي او ارومرو به پکې د وګړو ترمنځ شخړې او ستونزې رامنځته کېږي. هېڅوک په ځانګړي ډول نجونې نه غواړي چې په دې ډول ماحول کې ژوند وکړي له همدې امله په کوچنیو کورنو کې واده کول غوره ګڼي‌.

پینځم: ناوړې سیالۍ

کله چې په يوې ګډې کورنۍ کې يوه نجلۍ واده کوي نو دا ښکاره خبره ده چې هلته به ورسره د هغې يور ګانې، نندرور ګانې او داسې نورې ښځينه وې ژوند کوي له همدې امله خامخا د هغوی ترمنځ کله نا کله په جامو، د کور کارونو، ځای تګ او داسې نورو موضوعاتو شخړې او يا ستونزې رامنځته کېږي او هغوی له يو بل سره ناوړې سیالۍ کوي چې له دې سره د نجلۍ ژوند تریخېږي او نجونې نه غواړي چې په دې ډول کورنیو کې واده وکړي.

شپږم: مالي ستونزې

دا چې نجونې په سترو کورنیو کې د واده کولو لپاره زړه نه ښه کوي يو عمده لامل یې د سترو کورنیو مالي وضیعت دی، په يوې کورنۍ کې چې څومره د هغې کورنۍ غړي ډېر وي مالي اړتیاوې یې هم ډېرې وي دا منو څومره چې په يوې کورنۍ کې د هغې کورنۍ غړي ډېر وي هومره ډېر کسان پکې کار کوي خو بیا هم د دې ډول کورنیو لګښتونه ډېر وي او د کوچنيو کورنیو په پرتله ډېر له مالي ستونزو سره مخ کېږي نو له همدې امله يو شمېر نجونې نه غواړي چې د سترو کورنیو نږور شي.

اووم: کله چې يوه نجلۍ د کوچنۍ کورنۍ وي

ډېری نجونې چې په کوچنیو کورنیو کې لويې شوې وي او په کوچنیو کورنیو کې یې روزنه ليدلې وي هغوی د کوچنيو کورنیو له روزنې سره اموخته وي او نه شي کولای چې د سترو کورنیو بوج پر خپلو اوږو يوسي له همدې امله د دې ډول نجونو کورنۍ نه غواړي چې لور یې په يوې سترې کورنۍ کې واده وکړي.

اتم: د مینې او عاطفې نه شتون

يو شمېر نجونې په دې باور دي چې سربېره پر دې چې په سترو کورنیو کې نورې ستونزې شتون لري په دې ډول کورنیو کې مینه او عاطفه هم شتون نه لري او برعکس دا ځانګړنې د کوچنيو کورنیو ځانګړنې بولي او په هېڅ ډول نه غواړي چې په سترو کورنیو کې د واده کولو ته زړه ښه کړي.

په پای کې باید یادونه وکړو چې کېدای شي پورتنۍ ټولې ځانګړنې په يوې سترې کورنۍ کې شتون ولري او يوه نجلۍ دې ته زړه ښه نه کړي چې په دې ډول کورنیو کې واده وکړي خو يو شمېر داسې سترې کورنۍ هم شتون لري چې دا ډول ستونزې پکې ډېرې لږې وي او بده به نه وي چې په دې ډول کورنیو کې واده وکړئ.