مېوې روغتیا ته ډېره ګټه لري او په ټوله نړۍ کې خلک د خپلې روغتیا د ساتنې لپاره له مېوو نه ګټه اخلي. د مېوو له ډلې یوه خوندوره او ترڅنګ یې خورا ګټوره مېوه کېله ده. په حقیقت کې کېله هم د وزن د کمولو او هم د روغتيا لپاره بې شمېرې ګټې لري.
هر کله چې غواړئ، خپل وزن کم کړئ نو ارومرو باید له ډاکټر نه په دې برخه کې مشوره وغواړئ! تر څو د وزن کمولو لپاره تاسو ته يو مناسب مهالويش جوړ کړي. ډاکټران له تاسو سره مرسته کوي چې د خوړو د رژیم پر مهال د خوړو ډول، د سپورټ او د خوب وخت وپېژنئ او د خوړو رژیم مو مثبتې پایلې ولري.
په معمولي ډول ډاکټران خپلو هغو ناروغانو ته چې غواړي خپل وزن کم کړي، د ډېر کېلو خوړل وړاندیز کوي. دا ځکه چې د کېلې خوړل د خوړو د رژیم يا د وزن د کمولو لپاره ډېره ګټه لري او تاسو کولای شئ، چې د کېلې په خوړلو سره په لږ وخت کې خپل ډېر وزن کم کړئ.
په کېلې کې ډېر مغذي مواد لکه فېبر، پوټاشيم، ويټامين B6، ويټامين C، منیزیم او منګنز شتون لري. په کېله کې شته فېبر د ورځې په اوږدو کې تاسو ماړه ساتي، کله چې تاسو ماړه وئ، ستاسو د بدن کالوري پوره وي، کله چې ستاسو د بدن د اړتیا وړ د کالوري کچه پوره وي، تاسو به د ورځې په لړ کې نورې کالورۍ ته اړتیا ونه لرئ او د وخت په تېرېدو به لږ لږ خپل وزن له لاسه ورکړئ.
په کېله کې شته فېبر د وزن په کمولو کې تر ټولو ډېره ونډه پر غاړه لري او د ورځې په اوږدو کې د انسان د بدن د اړتیا وړ ۱۲ سلنه فېبر پوره کوي. فېبر هغه ماده ده چې د وزن په کمولو کې په مستقیمه بڼه ونډه اخلي او په حقیقت کې د فېبر ډېره کارونه کولای شي د چاغښت کچه ۳۰ سلنه راښکته کړي.
د بېلابېلو مېوو خوړل له انسان سره مرسته کوي چې بدن یې بېلابېل مغذي مواد ترلاسه کړي. همدارنګه کېله د پوټاشيم غوره سرچينه ده او کولای شي له تاسو سره د وزن په کمولو کې مرسته وکړي.
د کېلې ترڅنګ نورې هغه مېوې چې پوټاشيم او فېبر لري د وزن د کمولو لپاره ګټورې بلل کېږي، خو کېله ځکه د دغو مېوو د لېست په سر کې شتون لري چې د نورو مېوو په پرتله د وزن د کمولو لپاره مناسبه مېوه ده او تاسو کولای شئ د خپل وزن د کمولو لپاره د ورځې په اوږدو کې لږ تر لږه يوه کېله وخورئ.