ولې ځينې ښځینه او نارينه په ځان وژنه لاس پورې کوي؟

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

 

ځان وژنه یا په درون کې د پټ درد او وحشت له امله ژوند ته د پای ټکی اېښودل.

د ځان وژنې په اړه ډېر عوامل شته موږ يې دلته پر ځينو عمومي لاملونو بحث کوو.
_ جبري ودونه
_ په ښځو باندې د خسرګنۍ په کور کې ظلم او زياتی کول
_ هغه عوامل چې د مشخص فرد د حوصلې کاسه ډکه او په یو ناپایه درد بدله شي
_ ناهیلي او ماتې منل

_ جبري ودونه:

واده سره د نجلۍ او هلک ایمان بشپړيږي؛ د افغانانو په رواج له واده سره عزت او پرده خوندي کېږي. اما همدغه واده وي چې کله د هلک او نجلۍ یوه بل ته د نه رسېدو له کبله د خودکشۍ لامل ګرځي ـ  له بلې خوا عمر خوړلیو نارینه‌وو ته د يوې پېغلوټې ودول د هغې په ځان سوځونه تمام شي..

حتمي ده چې د جبري ودونو بدې پایلې زیاتې وي، هغه کسان چې په کور کې یې نارینه ته په ناخوښۍ واده کړی وي، په ورته وخت کې ښځینه هم ناخوښه وي. کله کله د دغه بې وسۍ ودونه د ځوانو او پيغلو د مرګ سبب کېږي.

_ د خاوند په کور کې ښځې سره تاوتريخوالی:

په خسرګنۍ کې زور زياتی، وهل ټکول’ کورنۍ تاوتريخوالي او جنجالونه د کور نږور يا لور په سترګه نه ورکتل، د خاوند- خواښې- خسر له خوا ورباندې ظلم کېدل هغه څه دي چې يوه مېرمن له خپل ژونده دومره ناهيلې او خسته شي، چې خاتمه یې ځان وژنه ورته د حل لار ښکاري…

_ له ژوند څخه ناهيلې کېدل:

ولې او څنګه کوم وخت او کومو شېبو کې؟
دا هم یو لوی عامل دی. ځینې خلک چې په دې دنیا بل ارمان او هیلې نه لري او یا هم هغو هیلو ته چې غواړي یې رسېدلي وي او نور د کوښښ او هڅې لپاره انګېزه نه لري په دې کټګورۍ کې هم مادي اهداف راځي،  هم معنوي مثلا؛ یو څوک شهرت غواړي ور ورسېد، نور ژوند بې ګټې ګڼي ځکه بل څه د غوښتلو لپاره نه لري. یا هم ډېرې مادي اړتیاوې یې غوښتې، پیدا شوې اوس نو نور له څه شي خوند نه اخلي، ځکه تکراري دي یا هم داسې خپلوان یا دوستان نه لري چې هغوی د ده (فرد) سره مینه وکړي او دی د هغوی لپاره ژوند وکړي.
بې عقیدې کېدل یا پر خدای باور نه لرل او یا کمېدل هم د ژوند د پوچ ګڼلو او بلاخره د ځان وژلو لامل کېدای شي.

ناڅاپي پېښې:

کله چې یو څوک ناڅاپه مالي، عاطفي یا روحي زیان وویني لکه سوداګرۍ کې لویې ماتې، ناکامه مینه، د یو خپلوان یا ګران شخص مړینه، یا د فرد سره روحي تشدد تر دې چې  بیا یې نوموړی شخص ونه شي زغملای، نو په ځان وژنه لاس پورې کوي چې دا د خلاصون لار ګڼي.

ځینې ځان وژونکي غواړي له خپلوانو دې هغوی د بېغورۍ غچ واخلي، دوی فکر کوي چې په مرګ سره به پلار، مور، کورنۍ او ملګرو ته سزا ورکړي او هغوی به د ځان په نشتون او مرګ وځوروي. چې دا بې ځایه تحلیل او منفیګر افکار یې غېر له ابدي زجر او بدبختي نور څه نشي کېدای.

دا حللاره نه ده چې موږ د ژوند مزل کې ودرېږو. ښه به وي چې ژوند کول زده کړو او بیا یې وکړو. هر څه مو چې زده کړل بیا د هغه کول اسانه دي. ژوند زده کړئ. مینه خپره کړئ مرګ تریخ دی.