ولسمشر غني په رسمي سفر تاجکستان ته لاړ

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ولسمشر غني نن د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د اسیا زړه ـ استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو په نهم کنفرانس کې د ګډون په موخه د تاجکستان پلازمینې دوشنبې ته تللی دی.

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر به په دې دوه ورځني سفر کې په یاد کنفرانس کې پر ګډون او وینا سربېره د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان، لومړي وزیر او د هغه هېواد د پارلمان رییس سره وګوري او پر بېلو مسایلو به خبرې وکړي.

ولسمشربه همدا ر از د دې سفر په لړ کې د تاجکستان ملي پوهنتون کې وینا وکړي او ټاکل شوې چې دغه پوهنتون ولسمشر غني ته افتخاري دوکتورا هم ورکړي.

د اسیا زړه- استانبول بهير د ۲۰۱۱م عیسوي کال د نومبر په دویمه د ترکیې په پلازمېنه استانبول کې د افغانستان او ترکیې په نوښت جوړ شو.

د دې بهیر یوه موخه په افغانستان کې سوله او د دغه هېواد له څنګلوریو ګاوندیانو سره اړیکي دي چې په کې د ترهګرۍ، نشه يي توکو، او غربت د له منځه وړلو لپاره لارې چارې لټول کېږي.

د اسیا زړه- استانبول بهير ناستو بله موخه هم د سیمه ییزو هېوادونو په منځ کې د باور د زياتولو او په پرمختيايي چارو کې د همکاريو غښتلي کول دي.

د افغانستان پر ګاونډيو او سيمه ييزو هيوادونو سربېره روسيه، هند، سعودي او عربي متحده امارات هم د استانبول بهير غړيتوب لري.

دغه راز د امريکا متحده ايالتونه، برتانيا، د اروپايي ټولنې یو شمېر غړي هېوادونه او ملګري ملتونه د دغه بهیر ملاتړي دي.

د اسيا زړه هېواد کنفرانس نور ګډونوال د ناټو، سارک او ملګرو ملتو په ګډون د ١٢ سيمه ييزو او نړيوالو موسسو استازي دي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي