ولسمشر غني: له جګړې ستړو هیوادوالو د الله اکبر په ویلو سره د طالبانو د جګړې ځواب ورکړ

سپینه تجريدي ډیزاین

ولسمشر غني وایي، چې هېوادوالو د الله اکبر په ویلو سره د طالبانو د فتنې (جګړې) ځواب ورکړ.

نوموړي نن په ارګ کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له متقاعدو جنرالانو او افسرانو سره په لیدنه کې ویلي، چې د طالبانو جګړه د هېواد، ملي ارزښتونو او عنعناتو خلاف جګړه ده او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه چې د ولس بېساری ملاتړ له ځان سره لري او په ټول قوت د طالبانو پر وړاندې جنګېږي.

هغه زیاته کړې، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د لا پیاوړتیا، مسلکي او غیر سیاسي کېدو لپاره هڅې دوام لري.

ولسمشر غني ټینګار کړی دی چې د هیواد د دفاع په موخه یې یوولس میلیارده افغانۍ ملکي بودجه کمه کړې او د منابعو په لا ښه او ګټور استمعال تمرکز کېږي.

هغه دغه راز څرګنده کړې چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکو ته جلب او جذب د دولت له مهمو لومړیتوبونو څخه دی، ځکه خلک د ملېشو جوړول نه، بلکې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پیاوړتیا غواړي.

په ورته وخت کې متقاعدو جنرالانو ویلي، چې دوی د پاکستان د نیابتي جګړې پر وړاندې د هېواد د استقلال ساتلو په موخه هر راز قربانۍ ته چمتو دي.

د یادونې ده، چې تېره شپه، د ټولنیزو رسنیو د کاروونکیو په شمول د افغانستان په بېلابېلو برخو او په ځانګړې توګه په هرات کې افغانانو د افغان وسله والو ځواکونو په ملاتړ او د اوربند د غوښتلو لپاره د الله اکبر چیغې ووهلې.

حامدکرزى هم وویل، طالبان دې الله اکبر یو جدي خبرداری وګڼي او له جګړې دې لاس واخلي.

مخکیني ولسمشر حامد کرزي په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې تېره شپه د هرات خلکو له لوري د الله اکبر ویل له اوسنۍ جګړې او وراني څخه د خلکو بیزاري څرګندوي او دا د ملي پاڅون په مانا ده.

هغه پر طالبانو غږ کړی، چې د ولس له لوري دا نارې دې یو جدي خبرداری وګڼي او د جګړې له دوام، ورور وژنې او د خلکو د کورونو له ورانولو دې لاس واخلي.

هیره دې نه وي، چې تېره شپه نهه بجې د کابل اوسېدونکو هم د افغان ځواکونو په ملاتړ د الله اکبر په ویلو سره خپل غږ پورته کړو.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شويو ويډيوګانو کې ښکاري چې د هرات ښاریان د خپلو کورونو له بامونو د طالبانو د بريدونو په غبرګون د الله اکبر الله اکبر نعرې وهي.

د هراتيانو دغه حرکت په کور دننه او بهر د عامو افغانانو او سیاستوالو له تود هرکلي او غبرګونونه سره مخ شو.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي