ولسمشر غني د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره نن ماښام ټلفوني خبرې کړې دي.
ولسمشر غني په یو ټویټ پیغام کې ویلي چې امریکایي سرتیري د سیپتمبر میاشتې په لومړیو کې له افغانستان څخه وځي او افغان حکومت د امریکا ددغه تصمیم احترام کوي.
ولسمشر غني زیاته کړې، چې افغان حکومت به د امریکایي سرتیرو د وتلو بهیر کې پوره همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو نېټه اعلان کړه.
جوبایډن ویلي، چې اوس هغه وخت دی چې امریکايي ځواکونه (د تاریخ تر ټولو له اوږدې جګړې) خپل کور ته راشي.
بایډن ملت ته په وینا کې وویل، امریکا پر یوې داسې جګړې د خپلو منابعو لګولو ته دوام نه شي ورکولی چې نامعلومه وي او نتیجه یې بدلیدلی نه شي.
جوبایډن همداراز زیاته کړې، چې اوس د امریکا څلورم ولسمشر دی چې په افغانستان کې امریکايي پوړځیان شته؛ خو نه غواړي چې له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو مسوولیت بل ولسمشر ته پرېږدي.
د سپتمبر ۱۱مه هغه نېټه ده چې شل کاله پخوا په همدې ورځ القاعده شبکې، چې مشرانو یې په افغانستان کې پناه اخیستې وه، په نیویارک او واشنګټن کې تروریستي حملې وکړې، چې زرګونه امریکایان یې ووژل.
جوبایډن چې له افغانستانه د ځواکونو پر ایستلو ټینګار وکړ، ویې ویل چې د ده حکومت به د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو ملاتړ وکړي او د افغان ځواکونو د روزنې لپاره به له نړیوالو هلو ځلو سره مرسته وکړي.
د یادونې ده چې نن د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ویلي چې دوی په افغانستان کې هغه اهداف تر لاسه کړي دي کومو پسې چې کلونه وړاندې دغه هېواد ته راغلي وو.
هغه زیاته کړې، امریکا خپلو اهدافو ته رسېدلې ده او اوس وخت دی چې خپل سرتېري کورونو ته ستانه کړي.
نوموړي د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره ګډې خبري ناستې ته ویلي چې دوی به په راتلونکو اوونیو او میاشتو کې یو ځای او له نږدې کار وکړي څو په پوره همغږۍ خپل ځواکونه په خوندي توګه خپلو هېوادونو ته ستانه کړي.
نوموړي زیاته کړې چې امریکا او ناټو یو ځای افغانستان ته تللي دي او یو ځای به له دغه هېواد څخه وځي خو دا چې د سپټمبر پر ۱۱مه به یو ځای خپل ځواکونه وباسي او که نه په دې اړه یې ډېر جزیات نه دي ورکړي.
بلینکن زیاته کړې چې ولسمشر بایډن به تر راتلونکو ساعتونو پورې له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د وتلو پرېکړه اعلان کړي.