ولسمشر غني: جمهوریت هیڅ وخت له منځه نه ځي؛ نړیواله ټولنه له افغانستان سره ده

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ولسمشر غني وایي، چې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د ترهګرۍ ضد مبارزې ژمنه کړې ده او ډاډ یې ورکړی دی چې افغانستان به یوازې نه پرېږدي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام د افغانستان اوسني وضعیت ته په اشارې زیاته کړې، چې ماحول تغییر شوی دی، که څه هم د ده په وینا هېواد د نړیوال تروریزم له حجوم سره مخ دی خو خلک دې ډاډه اوسي چې جمهوریت ساتل کېږي او نړیواله ټولنه به په خپل قوت د افغانستان ترڅنګ ولاړه وي.

ولسمشر غني چې د څارنې او همغږۍ ګډ بورډ چمتوالي غونډې ته یې خبرې کولې دغه راز وویل، سره له دې چې سږ کال افغانستان له وچکالۍ، کرونا او جګړې سره مخ و، خو درې سلنه تورم او یو سلنه اقتصادي وده د افغانستان لپاره ښه خبر دی.

د یادونې ده چې تېره ورځ د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت په افغانستان کې د طالبانو هدفي بریدونه او د تاسیساتو ورانول په کلکه غندلي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي چې طالب مشران باید خپل وسله وال د بشري حقونو له نقضولو راوګرځوي.

د وزارت د ویاند مرستیالې جلینا پورټر زیاته کړې چې که څه هم طالبان وایي چې افغان ژباړونکي او هغه کسان چې له بهرنیانو سره یې کار کړی دی خوندي دي خو په خبره یې، په دې وروستیو کې د افغانانو پر وړاندې د طالب وسله والو تاوتریخوالی او ظلم په ډاګه کوي چې د دغې ډلې سیمه ییز جنګیالي د خلکو ژوند او بشري حقونو ته چندان توجه نه کوي.

یاد وزارت زیاته کړې که رښتیا هم طالبان په افغانستان کې هدفي بریدونه نکوي، تاسیسات نه ورانوي‌ او بشري‌ حقونو ته درناوی لري، نو د دغې ډلې «مشرتابه دې دا ظلمونه او د اساسي‌ حقونو څخه سرغړونې دې» وغندي.

مېرمن پورتر وايي: «موږ بیا د روان تاوتریخوالي، چې اکثریت برخه یې د طالبانو له لوري دي، د سملاسي بندولو غږ کوو.»

هغې وویل چې د طالبانو مشران باید خپل جنګیالي دا ډول ورانکارو فعالیتونو ته پرېنږدي.

نوموړې ویلي دي‌ چې نړۍ به د زور له لارې په افغانستان کې حکومت ونه مني او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې او سیاسي‌ تفاهم د جکړې د حل یوازینۍ لار ده.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي