ورزش کولو سره مغز ته اکسيجن په ښه توګه رسېږي

رنګین تجريدي ډیزاین

څېړنو دا ښودلې ده، چې په منظمه توګه ورزش کول مغز ته په پوره او ښه ډول اکسیجن رسوي، چې حافظې او زده‌کړي کې مثبته اغېزه لري.
که چېرته موږ هره ورځ د دېرش (30) دقیقو لپاره قدم/ کرار ځغاسته وکړو، نو دا ډیر ښه فزیکي تمرین دی.
فزیکي تمرین یا ورزش کول د هر شخص د روغتیا لپاره ګټور دی د بېلګې په توګه: لامبو وهل، فوټبال، والیبال، داسی نور ورزشونه چې په منظمه توګه هره ورڅ ترسره شي.
که چیرته موږ په اونۍ کي پنځه یا شپږ ورځي ورزش وکړو، نو بدن ته مو لاندي روغتیايی ګټي لري:

۱ـ  بدن مو د عمر تر ډېره وخته ځوان پاتې کېږي.
۲ـ د ورزش کولو تر ټولو غوره اغېزه دا ده، چې له اروايي ناروغیو مو ساتي، او ژوند ته مو خوشحالي مو راولي.
۳ـ په ورزش کولو سره هډوکي او عضلات پیاوړي کېږي.
۴ـ د عمر په ډېرېدلو سره به ستاسو وجود د ډیرو مزمنو ناروغیو څخه په امن کې وي.
۵ـ د وجود د وزن د ډېروالي څخه به په امن کې یاست.
۶ـ انسان د جنسي قوې له اړخه ساتي.
۷ـ د ورزش کولو بله ګټه دا ده، چې د میکروبي ناروغیو په مقابل کې مو د بدن دفاعي سیستم ډیر پیاوړی کیږي. ځکه هم هغه څوک چې ورزش کوي، د نورو په نسبت لږ ناروغ کېږي، او یا هم که ناروغ هم شي نو ژر بېرته ښه کېږي.
۸ـ ورزش کول مو له ګڼو ناروغیو ژغوري لکه: د وینی لوړ فشار، د ویني د غوړ زیاتوالی، د زړه او دماغي سکتې ګواښونه له منځه وړي.
۹ـ دا جوته خبره ده، چې هغه خلک چې ورزش کوي، د نورو په پرتله ژر نه ستړې کېږي او بدن به یې د ډیر کار کولو توان لري.
۱۰ـ ورزش کول د بې خوبۍ غوره اعلاج دی.
۱۱ـ ورزش پر نفس باور زیاتوي.