والیبال ملي لوبډلي په خپله دوهمه لوبه کي بنګله دېش ته ماته ورکړه

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ليکنه: صابر حميدي
د افغانستان د والیبال ملي لوبډلي په مرکزي آسیايي سیالیو کي خپله دوهمه لوبه پرون سې شنبه د بنګله دېش والیبال ملي لوبډلي ته ۳ پر ۲ ماته ورکړه.
د افغانستان د والیبال ملي لوبډلي په مرکزي آسیايي سیالیو کي خپله لومړۍ لوبه تېره دوشنبه د ترکمنستان والیبال ملي لوبډلي په وړاندي ترسره کړه، چي د یاد هیواد څخه ئې ۳ پر ۱ ماته وخوړه.
3782094 والیبال ملي لوبډلي په خپله دوهمه لوبه کي بنګله دېش ته ماته ورکړه
افغانستان خپله درېمه لوبه نن چهارشنبه د ازبکستان په وړاندي ترسره کوي.
د مرکزي اسیایي هیوادونو ترمنځ د والیبال دا لوبي تېره دوشنبه د نیپال هیواد په پلازمېنه کتماندو کي پیل سوې او تر ۶ ورځو دوام وروسته راتلونکې اونۍ پای ته رسیږي.
fb img 15663235205127396 والیبال ملي لوبډلي په خپله دوهمه لوبه کي بنګله دېش ته ماته ورکړه
په دې سیالیو کي د افغانستان په ګډون نیپال، ترکمنستان، قزاقستان، ازبکستان، تاجکستان، بنګله دېش، مالدیف او بوتان هیوادونو ګډون کړی.
تر دې مخکي افغانانو په ۲۰۱۴م کال کي په مرکزي آسیایي سیالیو کي درېیم مقام خپل کړی وو.