وال سټریټ ژورنال: د طالبانو د تغیر اوازې دروغ دي؛ دا ډله لاهم کوم رحم نه لري

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

وال سټریټ ژورنال د طالبانو د چلند په اړه خپرېدونکې اوازې بې بنسټه بولي او په خپله تازه خپره کړې مقاله کې یې ویلي، چې دا ډله لاهم له خلکو سره د پخوا په څېر چلند کوي

مقاله کې راغلي چې د طالبانو د تغیر اوازې دروغ دي ځکه دا ډله لا هم پر تاوتریخوالي باور لري او له خلکو سره بې رحمانه چلند کوي.

ژورنال زیاته کړې، سره له دې چې دغې ډلې په تېرو څو میاشتو کې هڅه وکړه چې لویدیځ او د سیمې قدرتونو ته ځان سم ثابت کړي خو لا یې هم د ۹۰یمې لسیزې په څېر خپله اصلي څېره ښودلې او په خپله یې ثابته کړې، چې دوی کې هیڅ بدلون نه دی راغلی.

په مقاله کې وړاندې راغلي چې، عام خلک لا هم له طالبانو څخه شکایتونه لري او دغه راز وېرېږي، چې که طالبان واک ته ورسېږي؛ نو ټولنه به یو ځل بیا په تیارو کې ورکه شي.

یاد ژورنال داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په کابل کې تېر ماښام دوو پرله پسې چاودنو ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دغه چاودنې تېر ماښام د کابل ښار د درېیمې ناحیې اړوند سیمه کې وشوې.

د کورنیو چارو وزارت وایي چې وژل شوي او ټپیان ټول ملکي وګړي دي.

په ورته وخت کې پاکستان وایي، په افغانستان کې دې ټول ښکېل اړخونه د سولې رامنځ ته شوی فرصت نه ضایع کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي په خپلو تازه څرګندونو کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغانستان د سولې له پروسې سره بشپړه همکاري کوي او په دې برخه کې هر اړخیزو هڅو ته ادامه ورکوي.

د نوموړي په وینا دوی د یوه ولسواک، خپلواک او با ثباته افغانستان غوښتونکي دي له همدې امله د سولې له پروسې سره همکار دي.

قریشي ویلي په افغانستان کې ښکېل اړخونه باید د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت ضایع نه کړي او ټول اړخونه باید هڅه وکړي چې روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه شي.

پاکستانی لوري یو ځل بیا ویلي چې افغان جګړه له نظامي لارو د ختمېدو وړ نه ده او مذاکرات ددغه جګړو د ختمولو یوازینۍ لار ده.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي