واشنګټن ټایمز: ددې وخت دی چې امریکا د پاکستان پر وړاندې اقدام وکړي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

واشنګټن ټایمز امریکايي نشریې په یوه مطلب کې ویلي ډېره موده کېږي چې له پاکستان سره د اړیکو پر څرنګوالي بیا کتنه ځنډېدلې ده خو اوس ددې وخت دی چې دغه قضیه بیا پرانیستل شي.

سرچینه وړاندې لیکي، چې پاکستان په تېرو څلوېښتو کلونو کې له امریکا سره دوه مخې لوبه کړې ده او ددغه هېواد رهبرانو تل امریکا دوکه کړې ده.

د سرچینې په وینا په افغانستان کې د وروستي وضعیت ټول مسوولیت پر پاکستان دی او استدلال کوي چې د پاکستان د دوه مخیو له امله امریکا نړۍ ته بې عزته شوه.

په مطلب کې وړاندې راځي چې امریکا باید په سیمه کې د پاکستان منافقانه لوبې وڅاري، ځکه دغه هېواد په ټوله سیمه کې د ستونزو او ګډوډیو سبب دی او باید پر وړاندې یې سخت اقدامات ترسره شي.

په ورته وخت کې د پاکستاني پوځ ویاند بابر افتخار ویلي چې دوی د خپل هېواد امنیت ډاډمنولو لپاره د ا.ا.ا سره په مکرر ډول په اړیکه کې دي څو افغان خاوره د نورو پر ضد ونه کارول شي.

هغه زیاته کړې، دوی ډاډه دي چې د ا.ا.ا به هیچاته د نورو هېوادونو پر ضد د خپلې خاورې د کارولو اجازه ورنه کړي خو بیا هم دوی ورسره په تماس کې دي او هڅه کوي دا چاره لا یقیني کړي.

د پاکستاني پوځ ویاند دغه څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې د ډیورنډ فرضي کرښې پورې غاړې ته په وروستیو بریدونو کې ګڼو پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې دې بریدونو پاکستان سخت وارخطا کړی دی.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي