لیکنه: ویکي هاو ویبپاڼه
ژباړه: غازي عابد
– د ځان او خلکو په اړه له منفي خبرو ځان وساتئ. منفي نظریات او منفي خبرې؛ هغه که د ځان یا نورو په اړه وي، لوری غلطوي او موخې بربادوي.
– ډیر مثبت اوسئ. کوښښ باید وشي چې موږ مثبت فکر ولرو او په مثبتو لارو تګ وکړو. ځکه مثبت فکر د خوښۍ او بریا اساس او بنسټ تشکیلوي.
– خوشحاله ژوند او خوښ اوسیدل شاید اسانه کار نه وي. ځکه دا ډیر کار، ویښتیا او فکر ته اړتیا لري. که په ژوند کې موږ خپلې چارې په پرلپسې ډول سرته ورسوو او د نن کار سبا ته پرینږدو، نو منظم مخته تللی شو او د هر ډول تشویش او فشار مخه نیولی شو، غوره ده چې زموږ مربوط هر کار په خپل وخت ترسره کړو، څو د د تشویشونو او فشارونو کم او د سکون او خوښۍ زمینه راته برابره شي.
– د خوښ ژوند لپاره پرلپسې هڅې ضرور دي. داسې هڅې بلاخره چې عادت مو شي، کله چې موږ عادتاُ کوم کار ترسره کوو، هغه کار کې بیا نیمګړتیاوې خپله له منځه ځي.
– په ژوند کې منندویه او شکرګذاره اوسئ. یعنې چې څه درسره دي پرې شکر وباسئ او د نورو لاسته راوړلو لپاره مثبتې هڅې وکړئ. هیڅکله د ناشکرۍ احساس ته ځان مه پریږدئ.
– تل له مهربانه خلکو سره تګ راتګ او ناسته پاسته غوره کړئ. ځکه مهربانه او رحم لرونکي خلک په ژوند کې له دې امله هم ډیر خوښ وي چې مهربانۍ او رحم یې هر ډول بدکار او کړنه هېره کړي وي.
– پر دې باوري اوسئ، چې که چیرته وغواړم چې یو خوښ ژوند ولرم، کولی یې شم. هیڅکله د ناشوني یا ناممکن فکر نه دی په کار.
– په ټوله کې د ژوند ټولو اړخونو توجه او لاس په کار کیدل مو بریالیتوب کې اړینه مرسته کوي.