هند په دوهمه شل آوریزه لوبه کي سریلانکا ماته کړه

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د هندوستان او سریلانکا کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د هند په کوربتوب د درو شل آوریزه سیالیو د لړۍ څخه ئې دوهمه شل آوریزه لوبه پرون سې شنبه ترسره سوه، چي هندوستان په ۷ ویکیټو سریلانکا ته ماته ورکړه.
په یاده لوبه کي لومړی سریلانکا توپوهنه وکړه، سریلانکا په ټاکلو شل آورونو کي د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره هندوستان ته د ۱۴۳ منډو هدف وټاکی.
د سریلانکا لپاره پریرا ۳۴، اویشکا پیمانډو ۲۲، ګونتیلاکا ۲۰، سیلوا ۱۷، هسرینج ۱۶ او باپ پیمانډو بیا ۱۰ منډي جوړي کړې.
81652857 3074109072608168 5607555176203288576 o هند په دوهمه شل آوریزه لوبه کي سریلانکا ماته کړه
د سریلانکا درې لوبغاړي ټاګور، دوه ـ دوه لوبغاړي نودیپ سینا او کلدیف یاداو او یو ـ یو لوبغاړ بیا چسپریت بومرا او واشنګټن سندر وسوځول.
81850673 3074205029265239 6107788135972732928 o هند په دوهمه شل آوریزه لوبه کي سریلانکا ماته کړه
کله چي د هند لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته سوه، نو د سریلانکا لوبډلي له لوري ورکړل سوی هدف ئې د لوبي په ۱۷،۳ آورونو کي د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په دې سره ئې په دوهمه شل آوریزه لوبه کي سریلانکا ته په ۳ ویکیټو ماته ورکړه.
د هند لپاره کیل راهول ۴۵، آیر ۳۴، شکر داوان ۳۲ او ویراټ کوهلي بیا ۳۰ ناسوځېدلي منډي جوړي کړې.
81659462 3074452182573857 8386678022085804032 o هند په دوهمه شل آوریزه لوبه کي سریلانکا ماته کړه
د سریلانکا لپاره هسرنجا دوې ویکیټي، خو کومارا بیا یوه ویکیټ واخیستله.
د هندوستان او سریلانکا کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د درو شل آوریزه سیالیو د لړۍ لومړۍ لوبه د باران له امله د تیري یکشنبې په ورځ لغوه سوه، خو درېیمه او وروستۍ لوبه ئې بیا بل سبا د جمعې په ورځ ماښام ۶ بجې ترسره کیږي.