هند: پاکستان لا هم افغانستان ته د غنمو د رسولو اجازه نه راکوي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

هند وایي پاکستان لا هم اجازه نه ده ورکړې چې هندي غنم یې له خاورې په استفادې افغانستان ته و رسول شي.

هندي چارواکو رسنیو ته ویلي چې لا هم د دوی زرګونه ټنه غنمو ته د پاکستاني حکومت له لوري د ترانزیت اجازه نه ده ورکړل شوې او په دې تړاو د پاکستاني حکومت کړې ژمنې نه عملي کېږي.

هند په وروستیو کې په افغانستان کې د بشري ناورین د ختمولو لپاره له افغانستان سره د پنځوس زره ټنه غنمو د مرستې ژمنه کړې ده، خو پاکستان دغه لاریو ته اجازه نه ورکوي چې له خاورې یې تېر شي او افغانستان ته ورسېږي.

عمران خان بیا د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره په لیدنه کې ویلي وو، چې د یادو غنمو د ترانزیت اجازه به ورکړي، خو تر اوسه دغه ژمنه عملي شوې نه ده.

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې هم د هند د بهرنیو چارو وزارت په خپلو څرګندونو کې وویل، چې له څه باندې یوې میاشتې راهیسې یې له پاکستان غوښتنه کړې، څو د ځمکې له لارې زرګونه متریک ټنه مرسته شوو غنمو ته د انتقال اجازه ورکړل شي.

د سرچینې په خبره هند غواړي چې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره له افغانستان سره د پنځوس زره متریک ټنه غنمو مرسته وکړي، خو لا هم پاکستان له خپلې خاورې د یادو مرستو تېرېدو ته اجازه نه ده ورکړې.

هند وايي تمه لري چې پاکستانی لوری ډېر ژر په دې اړه مثبت ځواب ورکړي او اجازه ورکړي چې پر وخت له اړمنو سره بشري مرستې ترسره کړل شي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي