د هندوستان او نیوزیلینډ کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د نیوزیلینډ په کوربتوب د ۵ شل آوریزه سیالیو د لړۍ څخه ئې لومړۍ، دوهمه او درېیمه لوبه هندوستان وګټلې او په دې سره ئې د نیوزیلینډ څخه دا لړۍ وګټله.
هندوستان د نیوزیلینډ څخه لومړۍ لوبه په ۶ او دوهمه لوبه ئې بیا په ۷ ویکیټو ګټلې وه، خو درېیمه لوبه ئې بیا نن چهارشنبه په سوپر آور کي وګټله.
په ننۍ لوبه کي لومړی هند توپوهنه وکړه، هند په ټاکلو ۲۰ آورونو کي د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۹ منډي جوړي کړې او نیوزیلینډ ته ئې د ۱۸۰ منډو هدف وټاکی.
د هند لپاره روهیت شرما ۶۵، ویراټ کوهلي ۳۸، کیل راهول ۲۷ او آیر بیا ۱۷ منډي جوړي کړې.
د نیوزیلینډ لپاره همېش بینټ ۳ لوبغاړي وسوځول، خو میچل سانټینر او ګرینډهوم بیا یوه ـ یوه ویکیټ واخیسته.
کله چي د نیوزیلینډ لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته سوه، په ټاکلو ۲۰ آورونو کي ئې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۹ منډي جوړي کړې او لوبه مساوي پای ته ورسېده.
په یاده پاڼۍ کي بیا د نیوزیلینډ لپاره کین ویلمسن ۹۵، کپټل ۳۱ او ټایلر بیا ۱۷ منډي جوړي کړې.
محمد شامي او شردیل ټاګور دوه ـ دوه، خو چاهال او جدیجا بیا د نیوزیلینډ یو ـ یو لوبغاړی وسوځاوه.
تر لوبي مساوي کېدو وروسته دواړو هیوادونو د سوپر آور لوبه ترسره کړه، چي په یاد سوپر آور کي لومړی نیوزیلینډ توپوهنه وکړه.
کله چي د نیوزیلینډ دوه لوبغاړي ویلمسن او کوپټیل د ۲۱ منډو هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته سول، نو ۱۷ منډي ئې جوړي کړې او هند ته ئې د ۱۸ منډو هدف وټاکه.
د هند لپاره په یاد سوپر آور کي جسپریت بومرا توپ اچونه ترسره کړه.
کله چي بیا د هند لپاره روهیت شرما او کیل راهول میدان ته کښته سول، نو د روهیت شرما د ۱۵ او د کیل راهول د ۵ منډو په کولو سره هند ـ نیوزیلیڼډ ته په یاد سوپر آور کي ماته ورکړه.
د نیوزیلینډ لپاره بیا په دې سوپر آور کي تیم سوتي توپ اچونه وکړه.
د ننۍ لوبي غوره لوبغاړی روهیت شرما وټاکل سو.
په دې سره هند د کوربه نیوزیلینډ څخه د شل آوریزه سیالیو لړۍ وګټله، خو د لړۍ څلورمه لوبه دا دوه هیوادونه راتلونکې جمعه او پنځمه لوبه بیا راتلونکې یکشنبه ترسره کوي.