هند بیخي ښه روان دئ؛ بیا یې نیوزیلینډ ته سخته ماته ورکړه!

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د هندوستان او نیوزیلینډ کرکیت ملي لوبډلو ترمنځ د نیوزیلینډ په کوربتوب د ۵ شل آوریزه سیالیو د لړۍ څخه ئې نن یکشنبه دوهمه شل آوریزه لوبه ترسره سوه، چي هندوستان په ۷ ویکیټو نیوزیلینډ ته ماته ورکړه.
په یاده لوبه کي لومړی نیوزیلینډ توپوهنه وکړه. نیوزیلینډ په ټاکلو ۲۰ آورونو کي د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۳۳ منډو هدف وټاکی.
د نیوزیلینډ لپاره ګوپټیل ۳۳، سیپرټ ۳۳، مونرو ۲۶، ټایلر ۱۸ او ویلمسن بیا ۱۴ منډي جوړي کړې.
83387067 3117789531573455 886545309331619840 o هند بیخي ښه روان دئ؛ بیا یې نیوزیلینډ ته سخته ماته ورکړه!
د هند لپاره جدیجا دوې، خو شیردیل ټاګور، جیسپریت بومرا او شیوان دوبي یوه ـ یوه ویکیټ واخیسته.
کله چي د هندوستان کرکیټ ملي لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته سوه، د نیوزیلینډ له لوري ورکړل سوی هدف ئې د لوبي په ۱۷،۳ آورونو کي د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په ۷ ویکیټو ئې د نیوزیلینډه لوبه وګټله.
د هند لپاره راهول ۵۷، شیر آیر ۴۴ او ویراټ کوهلي بیا ۱۱ منډي جوړي کړې.
83118421 3117897004896041 7680502656078446592 o هند بیخي ښه روان دئ؛ بیا یې نیوزیلینډ ته سخته ماته ورکړه!
د نیوزیلینډ لپاره بیا دوې ویکیټي سودهي او یو لوبغاړی بیا همېش بینیټ وسوځاوه.
د هندوستان او نیوزیلینډ کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ په لومړۍ شل آوریزه لوبه کي هم هندوستان بریا خپله کړې وه او په ۶ ویکیټو ئې کوربه نیوزیلینډ ته ماته ورکړې وه.
ټاکل سوې دا دوه هیوادونه د لړۍ درېیمه لوبه د راتلونکي چهارشنبې په ورځ ترسره کړي.
هندوستان تر نیوزیلینډ مخکي په خپل کوربتوب د درو شل آوریزه سیالیو لړۍ د سریلانکا سره هم ترسره کړه، چي یاده لړۍ ئې د هغه هیواد څخه وګټله.