ليکنه: صابر حميدي
څلور میاشتي مخکي د هلمند ولایت په کرزي فوټبال لوبغالي کي د اتو غوره لوبډلو ترمنځ د فوټبال لیګ پيل سوی وو، چي پرون دوشنبه د لیسه ذکور فوټبال لوبډلي په اتلولۍ سره پاي ته ورسېد.
د هلمند فوټبال فدراسیون مشر رنګین خان دفتاڼي یاران ته وویل، چي په دې لیګ کي د هلمند ولایت څخه ګډونوالي اته لوبډلي لیسه ذکور، کریم اتل، میوند، بُست، آریانا، شاهین، قانون او هارون پوپل وې، چي په یادو څلورو میاشتو کي یو د بل په وړاندي د تګ او راتګ په ډول ولوبېدې.
د دفتاڼي په خبره، چي د دې لیګ په وروستۍ ورځ لیسه ذکور ۳ ګولونه پر ۱ بُست ته ماته ورکړه او تر نورو لوبډلو ئې په ډیرو نمرو خپلولو سره لومړی مقام خپل کړ.
د یاد مسئول په خبره، چي د لیسه ذکور لپاره په یاده لوبه کي درې واړه ګولوهني اُمید احمد ساحل ترسره کړې، خو د بُست لپاره بیا یوازینی ګول سیف الله صادقي ولګاوه.
د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، چي لیسه ذکور لوبډلي په خپلو درلودونکو ۱۴ ټولو لوبو کي بریاوي خپلي کړې او په یادو لوبو کي ئې تر نورو ټولو لوبډلو ډېر ۵۷ ځله ګولوهني ترسره کړې.
عبدالقیوم څپاند د یاد لیګ غوره ګول ساتونکی، عبدالواحد نورزی ډېر ګولوهونکی او رحمت الله رضایي بیا د لیګ غوره لوبغاړی ونومول سو.
د دې لیګ موخه دا وه، تر څو یوه غوره لوبډله په هلمند ولایت کي وموندل سي.
اوس به د یاد لیګ اتله لوبډله لیسه ذکور د یوه کال لپاره د هلمند په استازولي د کندهار، روزګان، زابل او نیمروز ولایتونو په وړاندي لوبي ترسره کړي.