۱– دا د افغانستان د جهاد د پیل راوروسته په تیرو څه باندې څلويښت کلونو کې لومړۍ ځل دی چې په کوزه پښتونخوا کې پښتانه د سیاسي او مذهبي ګوندونو د مشرتابه پرته په ولسي توګه د خپلو حقونو لپاره د اعتراض غږ پورته کوي. له هغې وروسته چې پاکستاني چارواکو څو لسیزې مخکې د باچا خان په مشرۍ د پښتنو ولسي اعتراضونه خواره واره کړل، بیا دغلته پښتنو د خپلو روا حقونو لپاره داسې لوړ غږ نه وو پورته کړی.
۲-تر دې مخکې په کوزه پښتونخوا کې د پښتنو تش په نوم ملت پالو ګوندونو غونډې او اعتراضونه کړي، خو دا اعتراضونه لنډ او تر ډیره د همدې ګوندونو د مشرانو په شخصي او ګوندي ګټو راڅرخیدل.
۳– دا په تاریخ کې لومړۍ ځل دی چې په دومره شمیر ولسي پښتانه د پاکستان په زړه ( اسلام اباد ) د پښتنو سره د پاکستاني دولت د زور زیاتي پر ضد غږ پورته کوي. او په کې دې د پاکستان د پوځ او حکومت خلاف نارې ووهې.
۴- تر دې مخکې د کوزې پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې خلکو د کشمیر، فلسطین، برما او نورې نړۍ د مسلمانانو لپاره په زرګونو شمیر کې اعتراضونو کې برخه اخیستی. خو دا لومړی ځل دی چې په دومره ګڼ شمیر کې پښتانه دا ځل د خپل ابتدايي حق ( په امن کې ژوند کولو) لپاره په یو اعتراض کې ګډون کوي.
۵– دا اعتراض په تیرو څو لسیزو کې په قبایلي سیمو کې د پاکستان د پوځ د ترهګرۍ د لابراتورونو، په سوات، خیبرپښتونخوا، وزیرستان، باجوړ، مومندو، خیبر ایجنسۍ او نورو سیمو کې یې پر ځایي خلکو ظلمونو، دغلته د انساني ژوند د اسانتیاوو د نشتوالي او نورو ستونزو په وړاندې ددې ځای د ولس یو ډیر طبیعي عکس العمل او اعتراض دی چې تر دې مخکې یې هم تمه کیدله.
۶– اعتراض کونکي وايي، پاکستان د ډیورنډ کرښې پورې غاړه سیمې د تنظیم شوې دولتي ترهګرۍ د اډو په توګه کاروي، څو په افغانستان کې جګړه توده وساتي، د قبایلي سیمو خلک چې په خپلو کورونو کې د ترهګرو او پوځ تر منځ له لوبې په تنګ دی، په دې اعتراض له پاکستان غواړي چې دا وینلړلې لوبه دې دوی په کلیو کې پای ته ورسوي.
۷- د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د جمیعت علما اسلام ګوند د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د پښتنو د حق غوښتنې روان اعتراض ناروا او د اسلام خلاف وباله. ددې ګوند د قبایلي سیمو امیر مفتي عبدالشکور پرون فتوه ورکړه چې د پښتنو د حق غوښتنې دا اعتراض ناروا دی.
۸– تر اوسه پورې نورو هغو پاکستاني ګوندونه چې په کوزه پښتونخوا کې پلویان لري، نه پوهیږي چې ددې ولسي پاڅون په وړاندې څه ډول چلن وکړي، ملاتړ یې وکړي که مخالفت، ویې غندي او که په کې ګډون وکړي؟ ځکه خو یې دریځونه زړه نا زړه او ناڅرګند دي. البته ځینې سیاسي مشران اعتراض کونکو ته ورغلي دي او هلته یې ویناوې کړي.
۹– که څه دا زرګونه پښتانه په اسلام اباد کې د پریس کلب ( د خبریالانو د مرکز) مخکې ته راټول شوي، خو د پاکستان ټولو خصوصي رسنیو او د بي بي سي اردو په شمول نورو پنجاب پلوو رسنیو دا اعتراض له پامه غورځولی او په اړه یې راپورونه او معلومات نه خپروي. ظاهرا داسې ښيي چې هیڅ هم نه شته. بي بي سي اردو نن په مردان کې د هغه ملایانو د لاریون لوی راپور خپور کړی چې د مشال خان قاتلانو ته د سزا پر ضد او د قاتلانو په پلوۍ یې کړی، خو دا پاکستان په زړه اسلام اباد کې ددې زرګونو اعتراض کونکو چې د مشال خان قاتلانو ته د سزا په شمول ګڼو نورو قاتلانو ته سزا غواړي ، پر اعترض یې یو کرښه هم په تیرو څو ورځو کې نه ده خپره کړې.
۱۰– د اسلام اباد په لاریون کې که څه هم ځینې کسان د پاکستان خلاف هم نارې وهي، خو د اعتراض کونکو رسمي غوښتني، ساده، ولسي او وړې دي. دوی په وزیرستان او نورو قبایلي سیمو کې د ښخو شویو ماینونو چې ډیر یې پاکستاني پوځ خښ کړي پاکول غواړي.. په کراچۍ د وژل شوي مسید ځوان قاتل ته سزا غواړي. د پاکستان د پوځ له خوا تري تم شوي پښتانه ځوانان په محکومو کې وړاندې کول غواړي او همدارنګه د پاکستان له پوځ غواړي چې که په قبایلي سیمو کې کومه پېښه کیږي نو د دوی بې لګامه پوځ دې عام ولس نه ځوروي. خو تر اوسه پاکستاني پوځ د همدې ساده غوښتنو د منل کیدو ډاډ هم نه دی ورکړی.
۱۱– د اسلام اباد د پښتون لانګ مارچ لمن قبایلي سیمو، کوټې او پېښور ته هم پراخه شوې ده، او په دې سیمو کې هم خلکو د اسلام اباد د اعتراض په طرفدارۍ لاریونونه کړي. همدا نن په کوټه کې د پښتنو د حق غوښتنې یو لوی اعتراض راوتلی وو. بل خوا په کابل، جلال اباد، کندهار کې هم د کوزې پښتونخوا د پښتنو د حق غوښتنې دا غږ په لاریونونو بدرګه شوی دی.
۱۲– دا لومړی ځل دی چې د اسلام اباد په دې لاریون کې د پښتنو سړیو سره په یو کم شمیر کې ښځې هم یوځای شوي دي او د قبایلي سیمو د خلکو لپاره د خوندي ژوند کولو حق غواړي.
۱۳– تر اوسه د اعتراض چیانو غوښتنې نه دي منل شوي. معلومه نه ده چې وبه منل شي او که پاکستاني پوځ او دولت به یې وځپي. خو یو شی څرګند دی، او هغه دا چې په کوزه پښتونخوا کې د پاکستاني پوځ چاړه د ځايي خلکو هډوکې ته رسیدلې او نور هغوی خاموشه نه شي پاتې کیدلی. ټولنیزو رسنیو دغلته عامو پښتنو ځوانانو ته دا اسانتیا برابره کړې چې د خپلې سیمې د مذهبي او نورو پنجاپ پلوو ګوندونو ادارو پرته د خپل وضیعت په اړه معلومات تر لاسه او له یو بل سره شریک کړي. که دا اعتراض وځپل شي هم، په سیمه کې یې دومره اغیز کړی چې تر دې لوی اعتراضونه به ورپسې راپورته شي. له دې سره دا زیری شته چې نور د پاکستان مذهبي ګوندونه د قبایلي سیمو خلک په افغانستان کې د جهاد په پلمه په دې سیمه کې په روانه ناامنۍ نه شي دلاسه کولی، بلکې دا خلک پر خپله سیمه یو ارام، سوکاله او له ترهګرۍ پرته ژوند غواړي.