هغه مېوې چې زړي يې زهري وژونکي دي 

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د بيولوژي پوهانو د ځينو مېوو يادونه کړې، چې زهري زړي لري او په هېڅ وجه بايد ونه خوړل شي.

د العربيه په حواله، روغتياپال محمد ايهاب فواد، د مصر د چاپېريال پېژندنې څېړنيز مرکز رييس، وويل: “د ځينو مېوو زړي هايدروسيانيک لري، چې خطرناکه بې رنګه مايع او معدني اسيد دى، چې پروسيک prussic اسيد نومېږي او کولاى شي شديد مسموميت رامنځته کړي.”

دا زړي د زردالو، الو، شفتالو، مڼې او ترخه بادامو دي.

نوموړي وويل:

” دا اسيد د الو، شفتالو تو زردالو په ځانګړې توګه وراسته شويو بادامو په زړو کې شتون لري; چې تريخ خوند لري او ممکن خوړل يې د نس درد او خطرناک مسموميت سبب شي.” 

د دغه متخصص په وينا د ١٠٠ يا هم ١٩٠ ګرامه د زردالو زړي خوړل کافي دي، چې په څو ثانيو کې د يو کس ژوند پاي ته ورسوي.

ډاکټر ايهاب وايي:” د ٤٠ ګرامه ترخو بادامو خوړل زهري او وژوونکي دي او د يو انسان ژوند ختمولاى شي.”

هغه زياته کړه:

” دغه زړي د رطوبت له امله ممکن مضرې او زهري وي؛ ځکه ممکن د رطوبت سره، پکې کيمياوي غبرګونونه رامنځته شي او د هايدروسيانيک د ازادېدلو سبب شي؛ چې دا ډول اسيد د خطرناک مسموميت سبب کېږي.”

ډاکټر ايهاب همدارنګه وويل:

” هغه کسان چې د مېوو مغز او هسته خوري، ځان له جدي ګواښ سره مخ کوي؛ ځکه د زردالو او خامو بادامو زړي هم داسې ماده لري چې له هضم وروسته په خطرناک سيانيد هايدروجن بدلېږي.” 

نوموړي د العربيه سره په مرکه کې وويل:

” دا وژونکي او زهري مواد هايدروسيانيک هغه وخت د ګواښ سبب ګرځي، چې په يوه ليټر کې ٢٤.٠ تر ٩٧.٠ په اندازه، وينې ته داخل شي.”

د يادونې وړ ده چې په اروپا کې د خوړو د خونديتوب سازمان يوې څېړنې، د سيانيک اسيد د شتون له امله د زردالو د زړو خوړلو په اړه اندېښنه څرګنده کړى وه.