د پاچا خان یوه وینا ده، چې وایي: (د کوم ملت چې ژبه مړه شي هغه ملت هم مري.) د پاچا خان دې وینا ته که په غور سره فکر وکړو دا به راته څرګنده شي، چې د خان بابا دا وینا ډېره ریښتینې او په زړه پورې ده او دا یوازې ژبه نه بلکې تاریخ او کلتور هم په کې راځي. کله چې ځینې ډلې وغواړي یوه ملت له منځه یوسي، د نورو برخو ترڅنګ یې پر تاریخ، ژبه او کلتور هم برید کوي او د له منځه تلو او ورکېدو هڅه یې کوي. دا چې د یوه ملت تاریخ ژبه او کلتور څنګه له منځه ځي او څنګه کولای شو، چې د له منځه تلو مخه یې ونیسو په دې لیکنه کې یې ولولئ.
افغانستان هغه هیواد دی، چې تل یې د ژبې کلتور او تاریخ د له منځه تلو هڅې شوي او لا هم دا هڅې روانې دي او دښمن په دې برخه کې تل په ډېر تکتیکي او ماهرانه ډول عمل کړی. زموږ ژبه همدا اوس د بېګانه وو تر برید لاندې ده او له هر لوري زموږ د ملي ژبو د خرابېدو او ورکېدو هڅې روانې دي. چې هڅه کېږي هم پښتو او هم دري ژبې خرابې کړي. له یوه لوري زموږ په ملي ژبو کې د انګریزۍ ژبې اغېزې له حده زیاتې شوي، چې په دې برخه کې زموږ د ژبو ویونکي هم بې پروایي کوي او په خپلو خبرو کې د پښتو او دري ژبې د شته کلیماتو پر ځای انګلیسي وییونه او کلیمات کاروي. دا کړنه هم کوم اتفاق نه دی، ځکه پرمختللي هیوادونه هڅه کوی، چې د نورو برخو تر څنګ یې ژبه هم پرمختګ وکړي او له دې امله د نورو ژبې تر برید لاندې راولي. دا چې د انګلیسي ژبې ویونکي نن ورځ د نړۍ ابرقدرت هیوادونه دي، نو ځکه نورې ژبې د دې ژبې تر اغېزې لاندې راځي او ویونکي یې هڅه کوي، چې خپلې ژبې ته پرمختګ ورکړي. له بلې خوا د ایران هیواد هڅه کوي، چې زموږ په خوږه او عام فهمه دري ژبه کې خپل نویزونه یا د دوی په لاس نوې جوړې شوي کلیمې دود کړي؛ چې په خپل دې پلان کې بریالي هم دي، ځکه دا کار زموږ د ځینو رسنیو په واسطه کوي. ځینې ډلې بیا هڅه کوي، چې په پښتو او دري ژبه کې د عربي ژبې بې ساري کلیمې وکاروي. چې د ې کړنو له هر لوري څخه زموږ ژبې تر برید لاندې راوستي او دا چاره زموږ ژبې خرابوي او د لرغونوالي د له منځه تلو لامل یې کېږي.
زموږ تاریخ هم د بېګانه وو له لوري له ګواښ سره مخ دی او هڅه کېږي، چې زموږ تاریخ له منځه یوسي. ځینې کړۍ هڅه کوي، چې زموږ تاریخ زموږ په لاس له منځه یوسي او په دې برخه کې مو یو د بل پر وړاندې دروي، له تاریخ سره د حساسیتونو د را پارولو هڅه کوي. ځینې بیا هڅه کوي، چې زموږ د تاریخ په هکله نوي نسل ته ناسم ذهنیت ورکړي او زموږ تاریخ ناسم معرفي کړي. دا او دې ته ورته ډېرې هڅې روانې دي، چې زموږ تاریخ خراب او له منځه یې یوسي. د دښمن په واسطه هڅه روانه ده، چې زموږ تاریخي سیمې له منځه ولاړې شي او ډېر تاریخي او ارزښت لرونکي ځایونه په جکړو کې له منځه هم ولاړل.
زموږ کلتور هم په بېلا بېلو ډولونو د بېګانه وو تر برید لاندې دی او زموږ د کلتوري ارزښتونو د له منځه تلو هڅې کېږي. له یوه لوري دښمن هڅه کوي، چې زموږ د رسنیو له لارې زموږ کلتور له منځه یوسي او خپل کلتور دود کړي. له بل لوري یې د جګړې په واسطه زموږ کلتور له ګواښ سره مخ کړي او هره ورځ د جکړې له امله زموږ کلتوري برخه زیان ویني.
د دې هر څه مسؤول موږ خپله یو، چې د بېګانه وو په واسطه خپل تاریخ، ژبې او کلتور ته زیان رسوو. که هر افغان یوازې خپلې شخصي ګټې په پام کې و نه نیسي او د هیواد ملي ګټو او ارزښتونو ته پام وکړي، هېڅوک د دې جرات نه شي کوی، چې زموږ تاریخ ژبې او کلتور ته زیان ورسوي. موږ تل د بېګانه وو د لاس وسله ګرځېدلي یو او د بېګانه وو په لمسون اود خپلو شخصي ګټو له پاره مو ملي شتمنۍ له منځه وړي او لا یې هم له منځه وړو. دا د هرافغان دنده ده، چې د هیواد د ملي ګټو او شتمنیو ساتنه وکړي. په دې هیله چې هر افغان دې خبرو ته پام وکړي او د خپل تاریخ، کلتور او ژبې د له منځه تلو لامل نه شي.