هغه سینګاریزه بې غوري چې د سترګو شاوخوا ګونځې پيدا کوي!

سپینه تجريدي ډیزاین

که څه هم د سترګو شاوخوا ګونځې د زړښت له امله وي، خو تاسې به داسې ډېر کسان لیدلي وي، چې عمر یې له شلو لا اوښتی نه وي، خو د دوی د سترګو شاوخوا ګونځې راښکاره شي.
په دې لیکنه کې په هغه سینګاریزې بې غورۍ چې د سترګو شاوخوا ګونځې پيدا کوي غږېدلي یو:

۱ـ د سترګو شاوخوا د لمر ضد کریمونو نه استعمال؛
د لمر وړانګې نه یوازې دا چې د سترګو شاوخوا ګونځو پیدا کوي، بلکې د پوستکي د سرطان لامل هم کېږي.
دا خبره خو سمه ده، چې د سترګو شاوخوا ډېر حساس ځای وي، او تر ډېره باید کوښښ وشي، چې کریمونه او د سینګار توکي د ډېر وخت لپاره پرې پاتې نشي، خو د لمر ضد کریمونه چې درجه یې تر ۲۵ یا ۳۵ پورې وي د مخ د ساتنې او په ځانګړي ډول د سترګو شاوخوا.

۲ـ له سینګار سره ویده کېدل؛
د مخ پوستکي او سترګو شاوخوا ګونځو تر ټولو لوی دښمن دا دی، چې په ساعتونو ساعتونو سره زموږ پر مخ سینګار پاتې وي.
نور لاملونه په لاندې ډول دي:
ـ د اوبو نه څښل
اوبه څښل سره له دې چې زموږ د بدن نورو غړو ښه فعالیت کې مرسته کوي، زموږ د مخ پوستکي تازه او روښانه ساتي.
ـ ستړیا او دماغي فشار
ذهني فشار د دې لامل کېږي چې زموږ پر مخ او سترګو ډېر فشار راشي، او موږ خپل ذهني تعادل له لاسه ورکړو، د همدې لپاره د سترګو شاوخوا په کم عمر کې ګونځې پيدا کېږي.
ـ لږ خوب
د شپې لخوا د ۷ـ۸ ساعتونو خوب کول زموږ د دماغي ستړیا او د بلې ورځې د پيل لپاره ډېر اړین دی. هغه کسان چې د شپې لخوا په کافي کچه خوب نه کوي او د ټېلفون او کمپيوټر رڼا ته ګوري، دا کار د دې لامل کېږي چې د سترګو شاوخوا ګونځې پیدا شي.