هغه خواږه چې د ناروغۍ لامل نه کېږي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

دا خبره موږ ټولو ته څرګنده ده، چې د خوږو یا قندونو زیاته کارونه د روغتیا له پاره بېلا بېل زیانونه لري او موږ په بېلا بېلو ناروغیو اخته کوي؛ خو ستونزه دا ده، چې ډېری کسان نه شي کوی، چې د خوږو له خوراک څخه ډاډه وکړي، ځکه دوی خواږه خوښوي او هره ورځ زیاته اندازه خواږه خوري، چې د دې خوږو له امله بیا په بېلا بېلو ناروغیو اخته کېږي، دا چې هغه کسان چې خواږه خوښوي، د دې له پاره چې روغتیا ته یې زیان هم و نه رسېږي؛ کوم خواږه باید وخوري؟ ایا داسې خواږه شته، چې روغتیا ته زیان ونه لري په دې اړه په دې لیکنه کې معلومات تر لاسه کړئ.

د ډېری خوږو یا قندونه کارونه روغتیا ته ډېر زیانونه لري؛ خو داسې خواږه هم شته، چې روغتیا ته نه یوازې دا چې زیان نه لري، بلکې ګټه هم لري او موږ کولای شو چې دا خواږه په ډاده زړه وکاروو. لکه دا خواړه چې په لاندې ډول وړاندې کېږي:

۱ـ خرما: هغه خوږه ماده چې د خوږوالي تر څنګ نورې بې شمېره ګټې هم لري. خرما چې د ویټامینونو تر څنګ د اوسپنې، پوتاشیم او کلسیم لرونکې ماده ده؛ موږ کولای شو، چې دا ماده د خوږو په حیث وکارو، چې هم مزه داره خواړه دي او هم د روغتیا له پاره بې شمېره ګټې لري.

۲ـ شات یا عسل: دا طبیعي خواږه د خوږوالي تر څنګ ګټور طبیعي خواږه دي، چې دا خواږه د اکسیدانونو لرونکي دي، چې کارونه یې په خوند او مزې سربېره د د بدن د دفاعي سیستم د پیاوړتیا لامل هم کېږي او دا طبیعي خواږه بې شمېره نورې ګټې هم لري.

۳ـ اینځر یا انجیر: اینځر هغه میوه ده، چې لږ اندازه سودیم او ډېر پوتاشیم، مګنیزیم، اوسپنه او ویټامین سی لري؛ دا وچه میوه موږ هم د خوږو په ډول کارولی شو، چې خوړل یې د خوږو تر څنګ د روغتیا له پاره هم ډېرې ګټې لري او حتا دا میوه د ځینو ناروغیو له پاره د درملو په حیث هم کارول کېږي.

۴ـ توت: توت هغه میوه چې موږ کولای شو، هغه د خوږو په حیث وکاروو. که د نورو مصنوعي خوږو پر ځای موږ په خپلو ورځنیو خوړو کې وچ توت وخورو، نه یوازې دا چې د نورو مضره خوږو له زیانونو به خلاص شو، بلکې هغه ګټې چې دا میوه یې لري، له هغې څخه به هم برخمن شو.

۵ـ ممیز: دا وچه میوه هم موږ په خپلو ورځنیو خوړو کې د خوږو په حیث کارولی شو، چې خوړل یې بېلا بېلې ګټې هم لري، ځکه دا میوه د اوسپنې او ویټامینونو لرونکې ده.

نو که غواړئ، چې روغتیا لرونکی ژوند ولرئ، هڅه وکړئ چې مصنوعي خواږه ونه کاروئ او د خوږو په حیث دا طبیعي خواږه او میوې وکاروئ، هر هغه مصنوعي خواږه چې په بازاز کې پلورل کېږي، له حده ډېره بوره په کې کارول کېږي، د بورې او مصنوعی خوږو خوړل مو پر بېلا بېلو ناروغیو اخته کوي.