هرات کې د زعفرانو حاصلاتو کې کموالی راغلی

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د افغانستان د زعفرانو په تولید کې کموالی راغلی دی.

د راپورونو له مخې د هرات ولایت د کرنې ریاست وایي چې په دغه ولایت کې د وچکالۍ له امله د زعفرانو په حاصلاتو کې پنځوس سلنه کموالی راغلی دی.

د کرنې ریاست مسوولین وایي چې تېر کال په دغه ولایت کې د زعفرانو شاوخوا شل ټنه حاصلات ترلاسه شوي وو، خو روان کال دا کچه یوازې لس ټنه کېږي.

د هرات ولایت ځايي چارواکي وايي تمه لري چې راتلونکی کال په حاصلاتو کې ډېروالی راشي.

هرات یو له هغو ولایتونو دی چې زعفران تر نورو ولایتونو ډېر پکې کرل کېږي او کروندګر یې تر ډېره ددې ګټور بوټي پر کرکېله او کاروبار بوخت دي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي