نیویارک ټایمز: ښایي امریکایي ځواکونه بېرته افغانستان ته راوګرځي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د طالبانو وروستي چټک پرمختګ ته په اشارې ویلي، چې ښایي په دغه هېواد کې د عراق تجربه تکرار شي.

د ورځپاڼې په خبره، طالبان په ډېرې چټکۍ د پرمختګ په حال کې دي او دا چاره ښایي د دې باعث شي، چې امریکایي ځواکونه بېرته دغه هېواد ته ستانه شي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، چې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې له عراق څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته هم ورته پېښه رامنځته شوه، داعش ډلې په ډېرې چټکۍ د عراق پراخې سیمې ولکه کړې او خپل خلافت یې اعلان کړ.

د ورځپاڼې په خبره، دغې ډلې وحشتونه وکړل او امریکا یې اړ کړه چې بېرته دغه هېواد ته پوځیان ولېږي.

د ورځپاڼې په باور د عراق تجربې ته په کتو د طالبانو چټک پرمختګ هم ښایي بېرته افغانستان ته د امریکایي ځواکونو بیا ځلې ستنېدو ته زمینه برابره کړي.

بلخوا د سپينې ماڼۍ ویاندې جېن ساکي په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې دوی له افغان حکومت سره هر ډول مرسته کړې ده، دغه هېواد منظم پولیس او اردو لري خو دا چې د هېواد راتلونکې ته څه پېښېږي ددغه هېواد په رهبرانو او ولسمشر پورې اړه لري.

د نوموړې په خبره د افغان مشرانو مسوولیت دی چې دوی خپل یووالی ساتلی شي او د طالبانو پر وړاندې مبارزه کولی شي او کنه.

نوموړې همدا راز ویلي افغان ځواکونه هر هغه څه په واک کې لري چې اړتیا ورته لري، نو له دې امله امریکا په افغانستان کې د اوسني وضعیت په اړه واضح تجویز نه لري، بلکې مسوولیت یې افغان مشرانو او چارواکو ته سپارلی دی.

امریکا داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په افغانستان کې د شل کلنې جګړې مسووله ګڼل کېږي او افغانان په دې باور دي چې د اوسني وضعیت مسوولیت هم پر امریکا او ددوی پر سیاستوالو دی.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي