د افغانستان کرکټ بورډ له لوري په ننګرهار ولایت کې د راتلونکې شل اوریزه نړیوال جام لوبو ته د غوره چمتوالي په موخه روزنیز کمپ پيل شو، یاد کمپ به لس ورځې دوام وکړي؛ چې د ملي روزونکو تر روزنې لاندې به لوبغاړي د تکړښت برخې ترڅنګ د توپ وهنې، توپ اچونې او ډګر ساتنې برخو کې خپل تمرینات ترسره کړي.
دغه روزنیز کمپ په عربي متحده اماراتو کې د ترسره کېدونکي ۲۰۲۱م کال شل اوریزه نړیوال جام لوبو ته د چمتوالي په موخه پیل شوی دی، چې د ملي لوبډلې ۲۴ لوبغاړي په کې ګډون لري.
یاد کمپ به د روانې سپټمبر میاشتې له ۱۶م نېټې پیل او د همدې میاشتې تر ۲۶مې نېټې به دوام وکړي، دغه کمپ به د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي او یوې خصوصي روزنځای (اکاډمۍ) کې ترسره شي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د راتلونکې اکټوبر میاشت کې کېدونکي شل اوریزه نړیوال جام لوبو کې په خپل دویم ګروپ کې د لومړي پړاو څخه راتلونکو دوو نورو لوبډلو ترڅنګ له هندوستان، پاکستان او نیوزیلنډ لوبډلو سره سیالۍ ترسره کړي.