کېدای شي د هغو میندو په ژوند کې چې د لومړي ځل لپاره ماشوم زېږوي د ماشوم له زېږون سره سم يو توپان رامنځته شي او په خپل ژوند کې ډېر بدلونونه ومومي ځکه چې ډېری هغه میندې چې د لومړي ځل لپاره مور کېږي په دې نه پوهېږي چې له خپل نوي زېږېدل شوي ماشوم نه څه ډول ساتنه وکړي؟
يوه ښځه کله چې ماشوم زېږوي هم خپله ناروغه وي او درملنې ته اړتيا لري او هم د ماشوم د ساتنې مسووليت ور په غاړه وي. په دې وخت کې مور باید هم د ځان خوړو او روغتيا او هم د ماشوم خوړو، روغتیا او ساتنې ته پام وکړي، تر څو په برياليتوب سره دغه مرحله شاته پرېږدي.
په دې وخت کې باید مور د ماشوم پر ټولو ځانګړنو پوه شي او د ماشوم په بدن کې ډېرو وړو بدلونونو ته هم پام وکړي. د ماشوم تر زېږون وروسته مور باید خپلو خوړو ته ډېر پام وکړئ تر څو د مور له خوا خوړل شوي خواړه ماشوم ته زیان ونه رسوي، ځکه چې ماشوم د مور شيدې څښي او د مور له خوا خوړل شوي خواړه په مستقیمه بڼه د ماشوم پر روغتيا اغېز ښندي.
د دې ترڅنګ چې د ماشوم تر زېږون وروسته د هغه تغذيې ته باید پاملرنه وشي د ماشوم ساتنې، دا چې څنګه ماشوم له روغتون نه تر کور پورې په سمه توګه ورسول شي او د ماشوم د خوب وخت ته هم باید پاملرنه وشي. په نننۍ لیکنه کې غواړو تاسو ته د پورته ياد شويو لارښوونو د لارو چارو په اړه معلومات درکړو، لیکنه تر پایه ولولئ!
لومړی: څنګه ماشوم له روغتون نه کور ته راولئ؟
د ماشوم تر زېږون وروسته کله چې غواړئ ماشوم له روغتون نه کور ته راولئ که هوا سړه وي او که توده باید ماشوم ته تودې جامې ور واغوندئ او که اړتیا وه باید ماشوم وتړئ.
ښه دا ده چې تر زېږون وروسته په لومړيو اونيو کې ماشوم تر ډېره په ازاده هوا کې پاتې نه شي. نو هڅه وکړئ چې د روغتون نه تر کور پورې د ماشوم د لېږد لپاره له شخصي موټر او يا که شخصي موټر نه لرئ د (در بس) موټر نه ګټه واخلئ. هېر مو نه شي د روغتون نه تر کور پورې د ماشوم اړين توکي لکه د ماشوم جامې باید له ځان سره ولرئ، تر څو د لارې په اوږدو کې ورته اړتیا پيدا نه شي. وړاندې تر دې چې ماشوم کور ته ورسوئ خپلې کورنۍ ته خبر ورکړئ تر څو د ماشوم او مور لپاره د خوب ځای چمتو کړي.
دویم: د ماشوم تر زېږون وروسته په لومړيو اونيو کې يو ماشوم باید څومره ويده شي؟
نوی زېږېدل شوی ماشوم باید په لومړيو دوو اونیو کې لږ تر لږه په ۲۴ ساعتونو کې ۱۴ تر ۱۶ ساعتونو پورې ويده شي. ماشوم تر زېږېدو وروسته په لومړيو اونيو کې یوازې خوراک کوي او ويده کېږي او کله کله د ژړا په واسطه خپله مور پوهوي چې وږی شوی دی او يا پاکولو ته اړتیا لري.
په نوي زېږېدل شويو ماشومانو کې د ورځې له خوا د خوب کچه توپیر کوي، خو په منځني ډول ټول نوي زېږېدل شوي ماشومان د ورځې په اوږدو کې ارومرو له ۸ نه تر ۹ ساعتونو پورې ويده کېږي او کېدای شي د شپې له خوا هم په همدې کچې خوب ته اړتیا ولري.
يو ماشوم نه شي کولای چې په دوامداره توګه ۸ یا ۹ ساعته ويده شي ځکه چې نوی زېږېدل شوي ماشومان ډېره وړه معده لري او هر ۳ ساعته وروسته خوړو ته اړتیا پيدا کوي، له همدې امله نوي زېږېدل شوي ماشومان له خوب نه هر درې ساعته وروسته یو ځل ویښېږي او شيدې څښي. څومره چې د يوه ماشوم معده لويېږي او د خوراک کچه یې لوړېږي او د وخت په تېرېدو سره یې د خوب کولو وخت هم ډېرېږي.
نو په ټوله کې ويلای شو چې د يوه نوي زېږېدل شوي ماشوم د خوب وخت او کچه څرګنده نه ده. کېدای شي ځينې نوي زېږېدل شوي ماشومان ټوله ورځ ويده شي او شپې ويښ وي او يا برعکس کېدای شي چې ټوله شپه ويده شي او د ورځې له خوا ويښ وي.
کله چې يو نوی زېږېدل شوی ماشوم ويده کېږي کېدای شي ډېری وخت کانګې (استفراغ) وکړي نو ښه به وي چې ماشوم، تر زېږون وروسته ان تر شپږو میاشتو پورې د خپلې مور څنګ ته ويده شي. داسې کولای شئ چې ماشوم ته ډېره پاملرنه وکړئ او ژر تر ژره د هغه ستونزې حل کړئ.
خو د شپې له خوا کله چې مور د خپل ماشوم ترڅنګ ويده کېږي بايد مور دې ته ډېره پام وکړي چې د شپې په اوږدو کې ماشوم ته یې زیان ونه رسېږي. د دې کار لپاره تر ټولو غوره لار دا ده چې مور د خپل خوب د کټ ترڅنګ د ماشوم د خوب کټ کېږدي داسې به هم د ماشوم ستونزو ته ژر تر ژره پاملرنه او رسېدنه وشي او هم به ماشوم ته کوم زیان ونه رسیږي.
د ماشوم تر زېږېدنې وروسته ماشوم باید پر شا ويده شي (داسې چې مخ یې د چت خواته وي او شا یې پر کټ وي.) او څومره چې شونتیا لري نوي زېږېدل شوي ماشوم ته د خوب پر مهال بالښت مه ږدئ او درنه بړستن پرې مه اچوئ، ځکه چې کېدای شي ماشوم ته د خوب پر مهال زیان ور ورسوي.
اوس مهال د ماشومانو د خوب لپاره ځانګړې بسترې جوړې شوې دي چې د ماشوم د سم خوب لپاره ډېر ارامه وي او ماشوم مو د هر ډول زیان نه ژغوري، نو هڅه وکړئ چې خپل نوي زېږېدل شوي ماشوم ته دا ډول بسترې واخلئ، تر څو ماشوم مو په امن کې پاتې شي او ارامه خوب ولري.