
د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۲۱مي اونۍ په لوبو کي نن ماښام ۷:۳۰ بجې بارسلونا د والینسیا فوټبال لوبډلي سره لوبیږي.
دا لوبه د والنیسیا فوټبال لوبډلي په کورني لوبغالي مستایا کي ترسره کیږي.
ننۍ لوبي ته دواړه لوبډلو پوره چمتوالی نیولی.
والینسیا د بارسلونا په څېر د لالیګا لیګ په ټورنمنټ کي یوه تکړه لوبډله بلل کیږي.
هاخوا د یاد لیګ په یوه بله مهمه لوبه کي سبا یکشنبه ریال ماډرید د لګانیس فوټبال لوبډلي سره میدان ته کښته کیږي.
دا لوبه د ریال ماډریډ په کورني لوبغالي سانتیاګو برنباوو کي سبا ماپښین ۳:۳۰ بجې ترسره کیږي.
د یاد لیګ د نمرو په جدول کي بارسلونا او ریال ماډریډ ۴۳ ـ ۴۳ نمرې لري، چي بارسلونا لومړی او ریال ماډریډ بیا دوهم ځای نیولی.
خو د یاد جدول په درېیم ځای کي بیا اتلاتیک ماډریډ لوبډله د ۳۵ امتیازونو په درلودلو سره شتون لري.