دوه اونۍ مخکې کابل د خونړیو بریدونو شاهد وو. په سلګونه تنه یې شهیدان او سلګونه نور ټپيان او په زیاته اندازه مالي زیانونه یې واړول. د حملو مسوولیت په ډېره مېړانه وسله والو طالبانو په غاړه واخیست او ادعا یې وکړه چې دا حملې یې غزني کې د ائیتلافي ځواکونو له لورې د څو ماشومانو د وژلو د غچ په توګه کړې دي.
د سیمې لپاره د امریکا له اعلان شوې ستراتژي وروسته طالبان هڅه کوي، چې نړیوالو او په کور دننه عامه اذهانو ته دا په اثبات ورسوي، چې د پاکستان او نورو له ملاتړ او مالي او تخنیکي حمایې پرته هم کولای شي خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي یا په بل شکل دوی په دې لټه کې دي، چې پاکستان د فشارونو له ټکانونو څخه بې زیانه وباسي او د داسې حملو په ترسره کولو د داسې یوې ډلې په توګه چې بیروني ملاتړ نه لري ځان وښيي؛ خو دوی ځکه په دې هڅه کې بریالي نه دي، چې په حقیقت کې دا ډله د پاکستان له ملاتړ پرته نه هغسې جنګي پلان جوړولی شي، نه په دومره اندازه قوې او کیفیتي چاودېدونکي مواد ترلاسه کولی شي او نه یې د پلي کولو لپاره مالي او تخنیکي ملاتړ لري.
طالبان په دوو جبهو کې جګړه کوي. د سولې احتمالي خبرو او یا ځان قوي ښودلو له لارې د زیاتو امتیازاتو اخیستو لپاره په افغان حکومت د لا زیاتو فشارونو اچول او له نړیوالو فشارونو پاکستان ته برئت ورکول. پاکستان له ډېرې مودې راهیسې د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالتونو له لورې تر فشارونو لاندې دی، چې یا دې په خپله خاوره کې بې توپیره د تروریزم په ضد مبارزه وکړي او یا دې حداقل د دې ډلو له مالي او تخنیکي ملاتړ څخه لاس واخلي او خپله خاوره دې د دې تروریستي ډلو لپاره د خوندې پټانځایونو لپاره په واک کې نه ورکوي.
په سیمه کې د پاکستان پر ځای له هند سره د امریکا ستراتژیکه ملګرتیا، په دې هېواد د اف ۱۶ الوتکو نه پلور، د تروریزم او مخدره توکو د له منځه وړلو په موخه پاکستان ته ورکړل شویو څلورو چورلکو بیرته اخیستل، د څه باندې دوه میلیارده ډالرو نظامي او اقتصادي مرستو ځنډېدل، د تروریزم د ملاتړ په تور د څو پاکستاني شرکتونو او افرادو په تور لیست کې د اچولو ګواښ او بلاخره د جنوبي اسیا په ځانګړې توګه د افغان جګړې لپاره د امریکايي ولسمشر د نوې ستراتژۍ په اساس امریکايي قومندانانو ته د کرښې دواړو غاړو ته د تروریزم د پټنځایونو په نښه کولو او له منځه وړلو لپاره د لا زیاتو صلاحیتونو ورکول هغه فشارونه دي چې په وروستیو کې د امریکا له لورې په پاکستان وضع شوې دي.
د نوې میلادي کال په پیل کې ولسمشر ټرمپ د یوه ټویټ له لارې پاکستان تورن کړ چې د څه باندې ۳۳ میلیارده ډالرو مرستې په مقابل کې پاکستان یوازې او یوازې ټروریزم ملاتړ کړی، دروغ یې ورته ویلي او د تېرو امریکايي ولسمشرانو دا ستر حماقت و، چې په دې هېواد یې د یوه ملګري متحد په توګه باور کړی دی او د کابل له وروستیو خونړیو بریدونو وروسته یې امنیت شورا له غړو سره په کتنه کې وویل چې نور له طالبانو سره خبرې نه کوې او افغان حکومت هم وروسته وویل چې سوله به د جګړې په مټ په سنګرونو کې ترلاسه کوي.
امریکا هم په دوو جهتونو کې جګړه پر مخ بیايي؛ دوی غواړي په ژمي کې طالبان په تبلیغاتي جګړه او بیا د جګړې فصل په پيلېدو سره ګرمه جګړه پیل کړې. په پاکستان فشارونه، د سولې خبرو سبوتاژ، هوايي حملو ته دومره زیات کمپاین، د افغان ځواکونو وړتیاوې زیاتول او له عراق او سوریې څخه افغانستان ته د جنګي وسایلو او سرتېرو انتقال په تبلیغاتي برخه کې راځي او امریکا هڅه کوي د جګړې تر ګرمېدو پورې طالبان تر روحي فشار لاندې راولي او د مالي او تخنیکي ملاتړ له اړخه کاواکه کړې او بیا یې د جګړې به میدان کې یې ژر په ګونډو کړې.
سږ کال به د تېرو کلونو په څېر بیا هم جګړه توده او د نورو کلونو په پرتله دواړو اړخونو ته د زور ازمايي له اړخه مهمه وي. ټرمپ د نوې ستراتژي له مخې د جګړې د ګټې خبره کړې او د دې لپاره خپل ټول زور وهي او طالبان او ملاتړی اړخ یې هم حداقل د اوسني وضعیت ساتلو او خوندې کولو لپاره به خپل ټوله هڅه وکړې.