م.م: د سولې او امنیت کنفرانس کې پر افغانستان خبرې کوو

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ملګري ملتونه به په افغانستان کې پر سوله او امنیت خبرې کوي.

د ملګرو ملتونو د امنیتي مسایلو او سولې رامنځ ته کولو برخې په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې نن په نړۍ کې د سولې او امنیت په اړه کنفرانس جوړېږي او افغانستان به ددې کنفرانس مهمه اجنډا وي.

سرچینه کاږي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې دیبورا لاینز به ددې کنفرانس ګډونواله وي او د افغانستان استازیتوب به کوي.

تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو بېلو اداراتو د افغانستان په اړه کنفرانسونه جوړ کړي وو او دلته یې د دایمي سولې د راتګ غوښتنه کړې ده.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو لپاره د افغانستان ا.ا له لوري ټاکل شوی استازی سهیل شاهین وایي چې په هېواد کې د اسلامي نظام تر رامنځته کېدو او د ازادۍ تر اخیستلو وروسته د دوی لومړیتوب ولس ته خدمت او د اقتصادي سونزو حل دی.

نوموړي زیاته کړې ده چې دوی هڅه کوي له دې وروسته په هېواد کې موجوده اقتصادي ستونزې حل کړي او خلکو ته څنګه چې لازمه ده خدمات وړاندې کړي.

شاهین ټینګار کړی دی چې ا.ا به تر وروستي حده هڅه وکړي چې هېواد د امن، اقتصاد، تعلیم او پرمختګ په ډګر کې د سیالانو سیال کړي.

هیره دې نه وي چې د افغانستان ا.ا سهیل شاهین د ملګرو ملتونو لپاره د خپل استازي په توګه ټاکلی دی خو ملګرو ملتونو تر اوسه پورې پر یاده څوکۍ د نوموړي ټاکنه تایید کړې نه ده.

بلخوا تېره ورځ په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا تر راتلونکو دریو ورځو پورې د افغانستان په اړه د یوې ناستې خبر ورکړی دی د افغانستان ا.ا د یادې ناستې هرکلی کړی دی او زیاته کړې یې ده چې نړۍ باید د افغانستان موجود واقعیتونه درک کړي.

د ا.ا د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني ویلي چې نړۍ باید له افغانستان سره مناسب تعامل وکړي او د اړیکو رغولو ته رامخته شي.

ملګرو ملتونو ویلي چې په یاده ناسته کې به په افغانستان کې د بشري حقونو وروستی وضعیت، بشردوستانه مرستې او ځینې نور مهم موارد تر بحث لاندې ونیول شي او تمه شته چې ښې پایلې ولري.

د یادونې ده چې ملګرو ملتونو په وار وار په افغانستان کې اوسنی بشري وضعیت د اندېښنې وړ بللی او له دغه هېواد سره یې پر بشري مرستو ټینګار کړی دی.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي