میوند اتلانو د موجهای آمو فوټبال لوبډلي سره لوبه مساوي کړه.

سپینه تجريدي ډیزاین

ليکنه: صابرحميدي
د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتم پړاو سیالۍ تېره سې شنبه پیل سوې، چي پرون پنجشنبه ئې درېیمه لوبه د میوند اتلانو او موجهای آمو لوبډلو ترمنځ ترسره سوه.
په یاده لوبه کي دواړو لوبډلو یو ـ یو ګول وواهه او لوبه ئې مساوي پای ته ورسوله.

د موجای آمو لپاره خان محمد سروش او د میوند اتلانو لپاره بیا واحد نورزي ګولوهنه وکړه.
د یادي لوبي غوره لوبغاړی د موجهای آمو ټیم ګول ساتونکی محبوب الله کاکړ وټاکل سو، هغه د خپلي لوبډلي د ګول څخه څو ځله په کلکه دفاع وکړه.

د دې لیګ څلورمه لوبه نن مازدیګر ۶ بجې اباسین څپې د سپین غر بازانو په وړاندي ترسره کوي.
په یاد لیګ کي ۸ ټیمونه ګډونوال دي، چي میوند اتلان، شاهین آسمایي، طوفان هریرود، سیمرغ البرز، عقابان هندوکش، اباسین څپې، سپین غر بازان او موجهای آمو دي.
یادي لوبډلي په دوو ګروپونو وېشل سوي، چي په لومړي ګروپ کي طوفان هریرود، میوند اتلان، موجهای آمو او سېمرغ البرز راووتلې او په دوهم ګروپ کي بیا شاهین آسمایي، اباسین څپې، سپین غر بازان او عقابان هندوکش لوبیږي.
د دې لیګ اتلولي ۴ ځلي شاهین آسمایي، ۲ ځلي طوفان هریرود او یو ځلي بیا سپین غربازانو خپله کړې.