میسي شپږم د سرو زرو بوټ ترلاسه کړ!

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ليکنه: صابرحميدي
د بارسلونا کلب او آرجنټاین هیواد د فوټبال ملي لوبډلي تکړه لوبغاړي لیونل میسي د شپږم ځل لپاره د سرو زرو بوټ ترلاسه کړ.
دا جایزه هغه لوبغاړي ته ورکول کیږي، چي په خپل لیګ کي ئې تر نورو ټولو لوبغاړو ډېر ګولونه لګولي وي.
لیونل میسي دا جایزه د خپلي میرمني او اولادونو سره یو ځای ترلاسه کړه.

د نړۍ دې وتلي لوبغاړي په تېر پړاو کي د لالیګا لیګ په سیالیو کي تر ټولو ډېر ۳۶ ځله ګولوهني ترسره کړي دي، چي دا ګولوهني د تېر پړاو په اُروپايي لیګونو کي هیڅ لوبغاړي نکړې ترسره.
میسي په تېر پړاو کي تر نورو ټولو لوبغاړو د ۳۶ ګولونو په لګولو سره ۷۲ نمرې خپلي کړې او دا جایزه ئې ترلاسه کړه.

د فرانسې هیواد په لیګ کي بیا امباپې په تېر پړاو کي ۳۳ ګولونه ولګول او له میسي څخه وروسته په دوهم ځای کي راغی.
میسي په تېر پړاو کي د بارسلونا لپاره په ۵۰ لوبو کي ۵۱ ګولوهني ترسره کړې، چي ۳۶ ګولونه ئې په لالیګا کي او پاته نور ئې بیا په کوپادلرې او د اُروپا د اتلانو په لیګ کي ترسره کړي دي.
هغه همدا شان په تېر پړاو کي ۱۹ ځلي د ګول پاسونه هم نورو لوبغاړو ته ورکړي دي.
دا شپږم ځل دئ، چي لیونل میسي د سرو زور بوټ خپلوي تر دې مخکي میسي دا جایزه په ۲۰۱۰، ۲۰۱۲، ۲۰۱۳، ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلنو کي ترلاسه کړې ده.

میسي په ۲۰۱۰م کال کي د لالیګا لیګ په سیالیو کي ۳۴، په ۲۰۱۲ کي ۵۰، په ۲۰۱۳ کي ۴۶، په ۲۰۱۷ کي ۳۷ او په ۲۰۱۸م کال ئې بیا ۳۴ ګولونه لګولي وه.
د فوټبال په نړۍ کي میسي لومړنی لوبغاړی سو، چي ۶ ځلي دا جایزه خپلوي.
تر میسي وروسته د نړۍ بل وتلي لوبغاړي کریسټیانو رونالډو ۴ ځلي په ۲۰۰۸، ۲۰۱۱، ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵م کلنو کي دا جایزه خپله کړې.