د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان د سرتېرو پر وتلو د اندېښنې څرګندولو تر څنګ د سولې په برخه کې د طالبانو پر ژمنتیا هم شک ښودلی دی.
نوموړي د امریکا د استازو مجلس د دفاعي کمېټې غړو ته په استماعیه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي په افغانستان کې لا هم د ترهګرۍ ګواښ شته دی، د بهرنیو ځواکونو د وتلو په صورت کې به جګړې شدیدې شي او طالبان ښایي خپلو هوکړو ته ژمن پاتې نه شي.
جنرال مک کینزي ټینګار کړی چې له افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د سرتېرو ایستل خطرناک اقدام دی او ښايي القاعده شبکه له دې فرصت په استفادې یو ځل بیا نړیوالو ته ګواښونه جوړ کړي.
هغه همدا راز ویلي چې د احتمالي ګواښونو د ختمولو لپاره په افغانستان کې د امریکا استخباراتي ظرفیت هم کم دی.
مک کینزي وایي ژر به د افغانستان په اړه یوه طرحه جوړه کړي او پنټاګونه ته به یې وسپاري څو راتلونکی وضعیت له دې لارې مدیریت کړل شي.
مک کینزي داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تېره ورځ طالبانو ویلي چې دوی په استانبول ناسته کې د ګډون لپاره له یو شمېر هېوادونو سره خبرې اترې پیل کړې دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دوی له امریکا، ترکیې او قطر سره په خبرو بوخت دي څو د ترکیې ناسته کې د ګډون په اړه یوې پایلې ته ورسېږي.
مجاهد څرګنده کړې چې که چېرته د دوی اندېښنې ځواب شي نو دوی به له هر فرصت څخه په استفادې سولې ته د رسېدو هڅه وکړي.
استانبول ناسته چې د افغانستان د سرنوشت لپاره مهمه بلل شوې ده ټاکل شوې وه چې د روژې میاشتې څخه وروسته جوړه شي.