پاکستانۍ لوبډله یو ځل بیا لومړي مقام ته رسېدونکې ده

 

د پاکستان کرکټ لوبډله چې اوسمهال په شل اوریزو لوبو کې پنځم مقام کې ده، نو له افریقا څخه د څلورو شل اوریزو لوبو لړۍ ګټلو سره د نوې درجه بندۍ په کېدو سره تر درېیم مقام راتلای شي.

همدارنګه نوموړې لوبډله درې وروسته له زِمبابوې سره شل اوریزې لوبې لري، چې له زِمبابوې څخه کولای شي په اسانۍ سره سیریز وګټي او له دې سره به د پاکستان نومرې لوړې شي، چې انګلستان، هندوستان او اسټرالیا په شل اوریزو لوبو کې راغورځولی او ځان لومړي مقام ته رسولی شي.

 

پاکستان په تېره درجه بندۍ کې

د پاکستان لوبډله له ۲۰۱۷ کال وروستیو څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې لومړي مقام کې وه.

دې لوبډلې په ۲۰۱۷ کې له نیوزیلینډ لوبډله په شل اوریزو لوبو کې له لومړي مقام څخه غورځولې وه او کابو دوه کاله یې د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ راج وکړ.

خو په ۲۰۲۰ کې دې لوبډلې د نیوزیلېنډ او سریلانکا پر وړاندې شل اوریزې لوبې وبایللې او دې چارې پاکستان پنځم مقام ته وغورځاوه.

د افریقا څخه د لوبلړۍ په ګټلو سره پاکستان ته مثبتې نومرې په لاس ورغلې او د زِمبابوې پر وړاندې د لوبو ګټل به دا لوبډله په دویم یا هم لومړي مقام کې ودروي.

 

د پاکستان او زِمبابوې لوبلړۍ

دواړه لوبډلې لومړۍ شل اوریزه لوبه د اپرېل په ۲۱ مه د راتلونکې شنبې په ورځ په هراری لوبغالي کې پیلوي.

دویمه لوبه د اپرېل په ۲۳ مه او وروستۍ شل اوریزه لوبه د اپرېل په ۲۵ مه نېټه کوي.

د اپرېل په ۲۹ مه لومړۍ ټېسټ لوبه او د مې په ۷ مه وروستۍ او دویمه ټېسټ لوبه کوي.

 

د زِمبابوې لوبډله

شان ویلیمس لوبډلمشر، ریان بورل، ریګېس چکابوا، ټناکا چیوانګا ، کرېګ اېرواین، لوک جانګوی، ټېناشی کامون هوکاموی، ویسلي مډیور، ټاډیوانش مروماني، ویلینګټن مسکډزا، ټپیوا موفوډزا، بلیسېنګ موزرباني، ریچارډ نګراوا، برېنډن ټایلر او ډونلډ ټېرېپانو.

 

د پاکستان او انګلستان لوبلړۍ

له زِمبابوې سره تر لوبو وروسته د پاکستان لوبډله انګلستان ته ځي، هلته درې یو ورځنۍ او ۳ شل اوریزې لوبې کوي.

دا لوبې د جولای په ۸ مه پیلیږي او د جولای په شلمه پای ته رسېږي.

د اکټوبر په ۱۴ مه بیا انګلستان د دوو شل اوریزو لوبو لپاره پاکستان ته راځي.