دا سمه ده، چې د ټولنې دواړه طبقې هم ښځينه او هم نارينه دا او دې ته ورته اړينې کلمې د ځان لپاره الګو ټاکي او ځان ورته رښتینى ښکاروي.
خو راځئ په دې پوه شو، چې ښځينه که نارينه دا کلمې په عمل کې ثابتوي؟
ارواهپوهان وايي، چې د نارينهوو په نسبت ښځينه پوړ با احساسه ده او غواړي هغه څه، چې په خولې راوړي په عمل کې ثابت کړي، خو نارينه يوازې د يو چا د باور د لاسته راوړلو لپاره ډېرې دا کلمې کاروي او په عملي بڼه په سلو اتيا سلنه پاتې راځي.
دا بايد ومنو، چې نارينه يوازې په ژمنه کولو کې وړتيا لري، خو ښځينه يې په نسبت ډېرى وخت هغه څه وايي، چې رښتيا هم غوښتونوونکي يې وي، او د زړه له تله یې غواړي.
ښځينه د مهربانۍ له مخې او دا چې په زړه نرمې دي، غواړي هغه څه وکړي چې تر وس يې پوره وي، خو بر عکس نارينه د زور او قوت په درلودلو با وجود هم خپلو ژمنو ته وفا داره نه دي. د دوي طبيت بدليدوونکى دى په يو حالت کې نه وي که يې مخ ته هر څه راغلل او خوښ يې شول، د لاس ته راوړلو لپاره یې قسمونه او ژمنې کوي. چې همدا د دوى د ضعف ټکى دى او تل پکې پاتې راځي.
نو راځئ دا ومنو، چې د نارينهوو په نسبت ښځه د مينې، رښتيا، صداقت او درناوي الفاظ کاروي او په عمل کې يې ثابتوي.
که مو ځان د انسانيت او ژمنې په پوره کولو کې وروزه او خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شئ، نو بيا دا تفاوت ممکن په کم وخت کې له منځه لاړ شي او دواړه طبقې په په نارمل او منظمه سحطه کې ژوند ولري.