مولوي یعقوب: تر ۸۵ زره کسانو پوځ کې د شامېلېدو لپاره نوملیکنه کړې

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ملي دفاع وزارت وایي دوی پلان لري چې شاوخوا ۱۱۰ زره کسیزه اردو جوړه کړي.

د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي یعقوب مجاهد له ملي تلویزیون سره په خپله تازه مرکه کې پر مهمو امنیتي او دفاعي مسایلو خبرې کړې دي.

هغه ویلي دوی د افغانستان د خاورې له هرې لوېشتې دفاع کوي او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې په هغه کې تصرف وکړي.

نوموړي همدا راز ویلي چې دوی په لومړي سر کې شاوخوا ۱۱۰ زره کسیزه اردو جوړوي چې وروسته اړتیاوو ته په کتو دا شمېره ډېرېدلی شي.

د مولوي یعقوب په خبره دوی تر دې دمه د لسو زرو کسانو په روزنه بریالي شوي او شاوخوا ۸۵ زره کسانو په پوځ کې د داخلېدو لپاره نوملیکنه کړې ده.

هغه ټینګار کوي چې افغانستان به ډېر ژر د یوه پیاوړي پوځ خاوند وي.

مولوي یعقوب دغه راز زیاته کړې چې د ملي دفاع وزارت پخواني کارکوونکي او د تېر نظام ګڼ لوړپوړي افسران لا هم په ملي دفاع وزارت کې دنده لري او هېڅوک یې پر وړاندې نه درېږي.

دده په خبره دمګړی د ملي دفاع وزارت نوي سلنه کارکوونکي پخواني افسران او نظامیان دي چې همداسې به خپلو دندو ته ادامه ورکوي.

نوموړي دغه راز وویل چې په بهر کې هم له محصلینو سره په تماس کې دي او هغه نظامیان چې په نورو هېوادونو کې په تعلیم او زده کړو بوخت دي، بېرته هېواد ته راتللی شي او خدمت ترسره کولی شي.

د ملي دفاع سرپرست وزیر ټینګار وکړ چې دوی په هېواد کې د دایمي سولې او ثبات لپاره هڅه کوي او پر ولس یې غږ وکړ چې په دې شرایطو کې خپل یووالی وساتي او له تفرقو ځان وژغوري.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي