مولوي متقي: نړیوال دې زموږ حکومت په رسمیت وپېژني

رنګین تجريدي ډیزاین

د ا.ا.ا له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي متقي په دوحه کې د دیارلسو اروپايي هېوادونو له سفیرانو او ځانګړو استازو سره لیدلي دي.

په دې لیدنه کې پر مهمو مسایلو، دوه اړخیزو اړیکو او سولې خبرې شوې دي.

ددې تر څنګ مولوي متقي ویلي چې دوی د رسمیت پېژندل کېدو لپاره ټول شرایط پوره کړي دي او اوس د نړیوالې ټولنې مسوولیت دی چې د افغانستان حکومت په رسمیت وپېژني.

هغه همدا راز ویلي چې نړیواله ټولنه دې د افغانستان د کنګل شوو پیسو لپاره هڅه وکړي او په خبره يې افغانان له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ دي او ددې جدي اړتیا ده چې کنګل شوې شتمني یې ازاده کړل شي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي ویلي چې د افغانستان ا.ا له نړیوالې ټولنې سره د ټولو موضوعاتو پر سر خبرو اترو ته لیواله دی.

هغه په تهران کې د افغانستان په اړه د سیمې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناستې ته په یوه ثبت شوې وینا کې زیاته کړې چې دوی هیله لري د تهران ناسته مثبتې پایلې ولري او په خبره یې، چین به په مناسب وخت کې د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د یوې بلې ناستې کوربتوب وکړي.

هیره دې نه وي چې واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته چین هڅه کوي د افغانستان ثبات او سولې برخه کې خپله بشپړه همکاري وکړي او ورترغاړې مسوولیت په سمه توګه ادا کړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي