ملګري ملتونه: افغانستان سره مو دوه میلیارده ډالر مرسته کړې ده

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ملګري ملتونه وايي په تېرو څو میاشتو کې یې له افغانستان سره دوه میلیارده ډالر مرسته کړې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د یونما مشرې په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته ژمن دي او په تېرو څو میاشتو کې یې له افغانستان سره د دوو میلیاردو ډالرو په ارزښت مرسته کړې ده.

نوموړې د مرکزي بانک له مشر سره په لیدنه کې ویلي چې په افغانستان کې د اقتصادي ودې لپاره هڅه کوي او غواړي د افغانانو د لاسنیوي لپاره لا ډېرې مرستې راجلب کړي.

دیبورا لاینز وایي تر ټولو مهم هدف یې دا دی چې لومړی د افغانستان بانکي سیستم بېرته فعال شي او مرستندویه موسسې وکړی شي له افغانانو سره خپلې مرستې شریکې کړي.

لاینز ټینګار کړی چې باید د افغانستان بانکي سیستم شفاف او منظم وي او دوی په نړیواله کچه ددغه سیستم د ساتلو او پیاوړتیا لپاره هڅه کوي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي