ملا تره خېل د یوې څپیړي له امله ۳ لکه ډالره تاوان وکړ!

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

مولوی تره خېل د حج او اقافو د سرپرست وزیر څخه بخښنه وغوښته او پر هغه باندي جرګې درې لکه ډالره د خسارې په توګه جریمه کېښودله.
د افغانستان د حج او اقافو وزارت خبر ورکوي، چي په ولسي جرګه کي د کوچیانو د پخواني استازي ملا تره خېل محمدي او د حج او اقافو د سرپرست وزیر عبدالحکیم منیب تر منځ رامنځته سوی جنجال نور پای ته ورسېد او روغه جوړه ئې وکړه.

د دې دوو وتلو او نومتو کسانو د روغي جوړي په موخه ګڼ شمېر کسان د یوې جرګې په توګه راټول سوي وه.
په پایله کي ملاتره خېل له عبدالحکیم منیب څخه بخښنه غوښتې او د جرګې د پریکړي له مخي به ملا تره خېل درې لکه ډالره د خسارې په توګه عبدالحکیم منیب ته ورکوي.

شاوخوا درې میاشتي مخکي ارګ کي د دې وو کسانو ترمنځ لفظي شخړه منځ ته راغلې او وروسته ملا تره خېل ـ عبدالحکیم منیب په څپیړه وهلی وو.
له هغه وروسته ولسمشر محمد اشرف غني لویي څارنوالۍ ته امر وکړ، چي دا قضیه وڅېړي.
اوس پر ټولنیزو رسنیو دې پریکړي د ګڼ شمېر افغانانو غبرګونونه راپارولي، چي ملاتره خېل به د عبدالحکیم منیب ته د جرګې د پریکړي په اساس درې لکه ډالره د خسارې په توګه ورکوی.
دوی وایي چي د چارواکو ترمنځ د روغي جوړي په موخه دومره زیاتي پیسې بدلیږي او رابدلیږي، خو څوک د خوار اولس په غم کي نه دي.
خو حاجي خواني جهان چي ځان د یادي جرګې ویاند معرفي کوي له رسنیو په خبرو کي وویل، چي د عبدالحکیم منیب له لوري د یادو پیسو زیاتره برخه بیرته ملاتره خېل ته ورکړل سوه.
هغه زیاته کړه(( موږ ټول مسائیل وڅېړل چي په ترڅ کي مو ۳۰۰ زره ډالره جریمه وټاکله. دغه جریمه چي موږ وټاکله ډېره برخه ئې ښاغلي منیب بیرته ملا تره خېل ته ورکړه)).
هاخوا د ولسي جرګې غړي خان محمد احمدي هم وویل((هغه جریمه چي موږ ملا تره خېل ته ټاکلې وه لږ برخه ئې عبدالحکیم منیب واخیستله او زیاته برخه ئې بیرته ورکړه)).