مزار شریف ښار کې د ښځینه فعالانو وژل؛ طا لبان وايي دوه کسان یې په تور نیولي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د ا.ا.ا د کورنیو چارو وزارت وايي چې په مزارشریف ښار کې د ۴ ښځو د وژل کېدو د قضیې په تړاو دوه کسان نیول شوي دي.

تېره اوونۍ رسنیو راپور ورکړ چې په مزارشریف کې په دوو جلا پېښو کې ۶ ښځې په ډزو وژل شوي دي.

په یوه پېښه کې د ښځو د حقونو د څلورو فعالانو او په بله یوه کې د دوو پخوانیو پوځي مېرمنو د وژل کېدو خبر ورکړل شو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي په یوه بیان کې چې نن خپور شو، ظاهرا د لومړۍ قضیې په تړاو د څېړنو د پیل خبره کوي.

خوستی وایي: “د دې قضیې په تړاو دوه تنه نیول شوي دي. دې کسانو په لومړنیو تحقیقاتو کې اعتراف کړی چې دا ښځې دوی راغوښتې وې. په دې اړه تحقیقات روان دي او د تورنو دوسیه محکمې ته استول شوې ده.”

د راپورونو له مخې ۴ وژل شوې مېرمنې څو ورځې مخکې د مزارشریف هوايي ډګر ته نژدې تښتول شوې وې او مړي یې د اکتوبر په ۲۷مه نېټه مزارشریف ښار ته نژدې په یوه کنده کې موندل شوې.

طا لبانو د نیول شویو کسانو هویت نه دی افشا کړی او نه هم د دغو ښځو د وژلو علت څرګند شوی دی.

دا پېښه داسې مهال کیږي چې طا لبان وايي په یو تازه اقدام کې یې له خپلو لیکو څخه ۲۰۰ وسله وال شړلي دي. وايي دوی د طالبانو له نوم څخه ناوړه استفاده کوله چې په خبره یې اوس تر تحقیقاتو لاندې دي.

څو ورځې مخکې د طا لبانو مشر ملا ه ب ت الله اخندزاده په خپلو قوماندانو غږ وکړ چې د خپلو لیکو څخه نامطلوب کسان وباسي.

طا لبانو د دغو ۲۰۰ اېستل شویو کسانو په اړه دقیق معلومات نه دي ورکړي چې څوک دي او په کومو سیمو کې یې فعالیت کاوه.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي