مذاکراتي پلاوی: د طالبانو تاوتریخوالي پر بین الافغاني مذاکراتو منفي اغېز کړی

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

په قطر کې د افغان حکومت مذاکراتي پلاوي خپلمنځي غونډه کړې ده.

د راپورونو له مخې په دې غونډه کې په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي او د سولې پر ټپه ولاړو مذاکراتو خبرې شوې دي.

افغان پلاوي ویلي چې د تاوتریخوالي ډېرېدل د سولې خبرو ته زیان رسوي نو له همدې امله دواړو لورو ته په کار ده چې تر جګړې پر سولې تمرکز ډېر کړي.

دوی همدا راز ټینګار کړی چې د سولې لپاره به خپلې هڅې ډېروي.

دا غونډه داسې مهال کېږي چې په دوحه کې مذاکرات په ټپه ولاړ دي.

طالب لوری افغان حکومت ددې مذاکراتو د ځنډ لامل بولي خو حکومتي پلاوی بیا وایي چې طالبان خبرو ته نه حاضرېږي او په مذاکراتو کې نرمښت نه ښيي نو ځکه خبرې په ټپه ولاړې دي.

په ورته وخت کې د بښنې نړیوال سازمان وایي په افغانستان کې د جګړې ښکېلې خواوې باید بشري قوانینو ته درناوی وکړي.

ددغه سازمان له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د جګړې دواړو لورو په وروستیو کې داسې اقدامات ترسره کړي چې هغه بشر ضد کړنې او جنګي جنایت ګڼل کېږي.

سرچینې د طالبانو له لوري د اسیرانو وژلو او همدا راز د حکومتي ځواکونو له لوري د وژل شوو جسدونو ته د اور ورته کولو پېښو ته اشاره کړې ده او دا ډول کړنې یې بشر ضد جنایت بللی دی.

د بښنې نړیوال سازمان همدا راز ویلي چې په افغانستان کې روانه جګړه باید ژر تر ژره ودرول شي او ښکېلې خواوې دې خبرو ته سره کېني.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون بیا وایي چې په افغانستان کې جنګي جنایتونه روان دي او باید یوه نړیواله بې طرفه ډله وګومارل شي څو دغه جنایتونه وڅېړي او په اړه یې خپلواکې پرېکړې وکړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي