محب: د سولې خبرو ته هر ځاى چمتو يو

سپینه تجريدي ډیزاین

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې ویلي چې افغانستان طالبانو سره د هوکړې او مذاکراتو ترڅنګ بايد پاکستان سره هم يوې موافقې ته ورسېږي، ترڅو وکړى په هېواد کې روانه جګړه د تل لپاره پای ته ورسوي.

محب زیاته کړې چې افغان دولت په هېواد کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره اړین ګامونه پورته کړي دي خو په خبره یې طالبانو د دې لپاره چې سولې ته خپله ژمنتیا وښیي هیڅ راز ښه نیت نه دی څرګند کړی.

محب دغه راز د خلیلزاد له لوري د سولې نوې طرحې ته په اشارې زیاته کړې چې، دا د سولې پروسې چټکتیا لپاره یوازې یوه کړنلاره ده.

هغه ټینګار کړی دی چې حکومت تل د سولې لپاره چمتووالی ښودلی او د همدې لپاره په هر ځاى کې خبرو اترو ته تیار دی.

په همدې حال کې د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وایي چې د سولې له نوې طرحې وېره نه ده په کار بلکې باید بحثونه ورباندې وشي او د خبرو له لارې معقوله حل لاره پکې ولټول شي.

نوموړي ویلي چې دوی د سولې برخه کې د هر ممکن پرمختګ هرکلی کوي او په هېواد کې د تلپاتې سولې راتګ لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

عبدالله له ډېرو جزیاتو پرته ویلي، په دې کې شک نه شته چې د افغانستان په اوسني دولت کې به ستونزې وي خو ټینګار یې کړی دی چې هره ستونزه د خبرو اترو له لارې د حل وړ ده.

عبدالله دغه راز د خپلو خبرو پر دوام وویل، طالبانو ته هم په کار ده چې د سولې لپاره رامنځته شوي فرصتونه ضایع نه کړي.

نوموړي ټینګار کړی دی چې که چېرته کوم لوری فکر کوي چې د جګړې له لارې به خپلو موخو ته ورسېږي نو اشتباه کوي او باید له سره فکر وکړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي