متقي: د اوسلو غونډه مهمه لاس ته راوړنه ده

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

نوی حکومت وایي د اوسلو غونډه ستره لاس ته راوړنه ده.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي اسوشټېډ پریس ته ویلي چې د اوسلو غونډه د افغانستان د راتلونکې لپاره غوره او مهمه لاس ته راوړنه ده.

دده په وینا په دې غونډه کې دوی پوه شول چې مرستندویه هېوادونه افغانان یوازې نه پرېږدي او له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې د نړیوالو لیوالتیا ډېره ده.

بلخوا راپورونه وایي چې په اوسلو کې افغان لوري د ناروې له متحدو هېوادونو او د نړیوالې ټولنې له ځينو استازو سره د ښوونې او روزنې، بشردوستانه مرستو، روغتیا او کنګل شوې شتمنۍ پر ازادولو خبرې او بحثونه کړي دي.

د یادونې ده چې تېره ورځ ناروې ته د افغان سرپرست حکومت تللي پلاوي،د امریکا او اروپایي اتحادیې په کډون د اتو هیوادونو له استازو سره په اسلو کې لیدلي دي.

په دغه لیدنه کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ ، معارف ، روغتیا او د افغانستان د بیا رغونې په تړاو خبرې شوې دي.

بلخوا پخواني ولسمشر حامد کرزي د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ناروې په پلازمینه اسلو کې د افغانستان د سرپرست حکومت د استازو ،یو شمیر افغان شخصیتونو او د مدني ټولنې د ځینو غړو تر منځ د وروستۍ ناستې هرکلی کړی او دا یې هیواد کې د شته ننګونو پر وړاندې مثبت ګام بللی دی.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي