
ژباړه
پوهان وایي که په دوامدار ډول یو وخت ډوډۍ خوړل حذف شي، بدن هڅه کوي چې جبران يې کړي.
د صربستان «پولېټيک» نشريې د راپور
پر بنسټ، په ټوله کې د سهارنۍ، غرمنۍ او یا ماښامنۍ څخه ډډه کول پر روغتیا منفي اغېز ښندي.
لومړی که فکر وکړو دا چاره پخپله د شدیدې لوږې احساس سبب ګرځي، میتابولیزم ورو کېږي، چې د بل وخت لپاره د زیاتو خوړو خوړلو سبب کېږي.
کله چې یو کس د ماښامنۍ له پرېښودلو وروسته څه خوري، د وينې د شکر سطحه په شدت سره بدلېږي او انرژي هم تغيير کوي.
همدارنګه د هاضمې سيسټم چټک او وازدو دفع کول ستونزمن کېږي.
خو بايد ووایو چې درانده خواړه لکه: غوښه، کباب، پيتزا او چپس هم ونه خوړل شي؛ ځکه د وزن د زياتېدو سبب کېږي.
که مو سهار یا غرمه زیات پروټیني خواړه خوړلي وي، غوره ده چې ماښامنۍ کې سپک خواړه لکه سالاد یا سابه وخورئ او حیواني پروټين د ماښامنۍ لپاره مناسب دي لکه سپينه غوښه، کب. حبوبات، تور غنم، عدس، ږدن هم ګټور دي. د زيتونو غوړي زیات ارزښت لري.