مارک میلي: امریکا به په نورو هېوادونو کې د افغان پوځ روزنې ته دوام ورکړي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

امریکا ښايي له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو له وتلو وروسته د یاد هېواد پوځ ته په نورو هېوادونو کې د روزنې مرکزونه پرانیزي.

د امریکا لوی درستیز جنرال مارک میلي ویلي، چې امریکا نه غواړي د افغان پوځ ملاتړ څخه لاس واخلي؛ نو ځکه به یاد پوځ ته د ځینو چارو د سپارلو ترڅنګ په نورو هېوادونو کې د روزنې زمینه برابره کړي.

نوموړي پنټاګون ته په یوه غونډه کې زیاته کړې، چې دا له څو انتخابونو یو انتخاب دی، چې امریکا یې د افغان ځواکونو لپاره لري.

میلي همدا راز زیاتوي، چې ځینې چارې باید افغان پوځیانو ته وسپارل شي، چې په خپله یې مدیریت کړي؛ خو د ځینو نورو کارونو په ترسراوي کې باید امریکايي ځواکونه افغان ځواکونو سره مرسته وکړي.

تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر امریکايي نظامي جنرالانو ویلي وو، چې امریکا به له افغان ځواکونو سره خپلې مرستې جاري وساتي.

شاوخوا میاشت وړاندې هم کابل ته په خپل سفر کې د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنیکن له ولسمشر غني سره په خبرو کې ویلي و، چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د امریکا او افغانستان ترمنځ د اړیکو نوی پړاو پرانیستل کيږي.

بلخوا د ناټو عمومي منشي وايي چې دا ټلواله د افغان ځواکونو د ملاتړ لارې چارې لټوي.

ینس سټولټنبرګ پرون د اروپايي ټولنې د دفاع وزیرانو غونډې ته وویل که څه هم د افغان ځواکونو لپاره د ناټو روزنیز ماموریت د وتو په حال کې دی، خو دا ټلواله به د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

سټولټنبرګ وايي، د غوڅ ملاتړ ماموریت ختمیدل له افغانستان سره د ناټو د اړیکو د ختمیدو معنی نه ‌لري.

نوموړی وايي، دا اصلاً یو نوی څپرکی پرانیزي، اوس ګورو چې څنګه د افغان ځواکونو مالي ملاتړ، روزنې او په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته دوام ورکړو.

سټولټنبرګ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ناټو په افغانستان کې د سولې د روان بهیر کلک ملاتړ کوي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي