د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټين کانګریس ته ویلي، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل تر مهالوېش چټک دي.
د اسوشیټیدپرېس خبري آژانس د راپور له مخې، اسټین دا نه دي ویلي چې څومره امریکايي پوځیان له افغانستانه ایستل شوي دي.
د امریکا د ولسمشر جو بایډن له اعلان سره سم، په پام کې ده چې ټول امریکايي پوځیان د سپټمبر تر یوولسمې پورې له افغانستانه ووځي خو د امریکا پوځي چارواکو ویلي چې د ځواکونو د ایستلو بهیر یې ډېر چټک دی او ښايي ټول پوځیان د جولای تر نیمايي پورې له افغانستانه وباسي.
اسټین د کانګرېس د استازو جرګې د تدارکاتو فرعي کمېټې ته ویلي چې وزارت یې ۷۱۵ میلیارد ډالره بودجه وړاندیز کړې او په دې پیسو کې له افغانستانه د تروریستي ډلو له لوري پر امریکا د بیا حملې د مخنیوي لپاره د پوځ د وړتیاوو له لوړولو سره مرسته هم شامله ده.
امریکايي قوماندانانو ویلي چې دوی به وروسته له دې چې امریکايي پوځیان له افغانستانه ووځي د القاعده او داعش خطرونه له بهره وڅاري.
د یادونې ده چې تېره ورځ والسټرېټ ژورنال ویلي چې امریکا په منځني ختیځ کې د عربو په سمندر کې د الوتکو لېږدوونکې بېړیو ته د تیارسی امر کړی دی او تر څنګ یې په سیمه کې ګڼې نظامي بېړۍ هم فعالې دي او ټول بهیر په دقیقه توګه څاري.
والسټرېټ ژورنال وایي ګڼ سرتېري، رادارونه، الوتکې او نظامي بېړۍ د هر ډول احتمالي خطر او ګواښ د ځواب لپاره تیاری لري او ټول اړین توکي فعال شوي دي.
سرچینه زباتوي، چې په سیمه کې د امریکا سترې نظامي اډې هم د تیارسی په حال کې دي او په هغه کې بي ۵۲ الوتکې د هر ډول احتمالي خطر چټک ځواب ته تیارې دي.
والسټرېټ ژورنال وایي چې د امریکا استخباراتي فعالیتونه هم په سیمه کې پياوړې دي او له ټولو مواردو دقیقه څارنه کوي.
سرچینې همدا راز زیاته کړې، چې دغه اقداماتو ته په کتو ښایي چې تر ټاکلې نېټې مخکې له افغانستان د امریکایي ځواکونو د ایستلو بهیر بشپړ شي.