لونګ چې تور رنګ لري، دنورو ډېرو کمالونو ترڅنګ ښه بوی هم لري.
لونګ د افغانستان په زیاتره پښتني سيمو کې يې پېغلې او ناوې ګانې، د ښکلا او سينګار په ډول کاروي. له لونګو څخه ځونډي/ امېلونه جوړوي چې د افغاني جامو چې په هېواد کې محفلونه بې دې جامو بيا په تېره د نکريزو شپه ناممکنه ده ټومبي، هغه ځونډي چې له لونګو جوړ شوي وي، لوګنين نومېږي. چې پېغلې ناويګانې يې په ټټر ګنډي .
لونګ د سېنګار ترڅنګ ښه بوی، لري چې په درملو، عطرو، تېلو ،کرمو کې ترې ګټه اخيستل کېږي.
لونګ تر ډېره په پښتو فولکلور کې هم ستايل شوي دي، چې څو لنډۍ سروکي د مثال په ډول يادوو؛
آشنا مې نوی سوداګر دی
په سر باري کې به لونګ راته راوړينه
په لويو غرو د باران شور شو
ښکته لانده شول د لونګو درمندونه
چې ته راځې ما به خبر کړې
چې پر پالنګ لاچي لونګ وغوړمه
دا بند په بند به شم در ماته
په بند ماتېږي د لاچې لونګو ونه
د باغ دې هر بوټی لونګ دی
پرې لګېدلي دي د چټو پلونه
بارانه مه اوره لږ تم شه
ليلا لونګ په درمندو کرلي دينه
په غرونو تورې لړې راغلې
ښکته يې يوړل د لونګو درمندونه
جانان که تور دی څه پېغور دی
تور خو لونګ دي اميران يې بويونه
د لونګين په لړ را خيژه
په اوږۍ شپه کړه د چارګل وکړه سيلونه
تور لونګين په ژړا راغی
ماته اوږۍ په سينه ځای نه راکوينه
داته چې لاړې مسافر شوې
د شنو لونګو کښت په چا سپارې مينه
روغتیايي ګټې یې؛
د شکرې ناروغۍ مخه نیسي؛
د مخ پوستکی صفا کوي؛
د ستوني درد کموي؛ ځګه چې زیات غوړ/ تېل لري او درد کموي.
وینه پاکوي؛
سر دردي او د غاښونو درد له منځه وړي؛ د مېکرب ضد خاصیت.
په عام ډول د خولې د پاکوالي لپاره کارول کېږي؛
د وینې جریان چټکوي؛
د زکام او ستوني پړسوب په مخینوي کې د پام وړ رول لوبوي؛
د پوزې د بندیدو مخه نیسي، کوم وګړي چې استما او دوامداره ټوخی لري د هغوي لپاره هم ښه دي.
لونګ زړه او ځیګر دواړه پیاوړی کوي، که له تودو اوبو سره وڅښل شي د سترګو لید لپاره هم ګټور دی.