لومړۍ برخه – څه ډول د نورو زړونه لاسته راوړو؟

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
هر انسان غواړي چې نور یې وستایي، د نورو پر وړاندې یو غوره شخصیت و اوسي او خپلو ټولو شاوخوا خلکو په زړه کې ځانګړی ځای ولري. په دې موږ ټول پوهېږو چې هر څوک غواړي چې په ټولنه کې محبوبیت ولري، نو په یاد ولرئ چې د نورو د زړه لاسته راوړلو لپاره او د دې لپاره چې ځانګړي و اوسئ، باید ځینئ کړنې ترسره کړئ. په نننۍ لیکنه کې غواړم تاسو ته ځینې هغه ځانګړنې در وپېژنم چې په درلودلو سره یې کولای شئ په ډېرې اسانۍ سره د خپلو شاوخوا خلکو زړونه لاسته راوړئ. د لیکنې تر پایه مو ملتیا وکړئ!

لومړی: وخت وپېژنئ!

د دې لپاره چې د نورو زړونه لاس ته راوړئ، باید وخت وپیژنئ. ځکه چې د وخت پیژندل د نورو د زړونو د لاسته راوړلو لپاره یو ښه او اسانه لار ده. ستاسو دغه کړنه د دې لامل کېږي چې شاوخوا خلک مو په دې پوه شي چې تاسو خپل وخت پېژنئ، هغوی ته ارزښت ورکوئ، د اعتماد وړ یې، پر خپلو خبرو ودرېږئ او نظم لرئ. هېڅوک نه غواړي چې په تمه پاتې شي، نو نور مه په تمه کوئ او پر خپل وخت پر خپلو ژمنو عمل کوئ.
دا سمه ده چې موږ باید پر خپل وخت پر خپلو ژمنو ودرېږو او يا که چا سره مو د ليدو لپاره وخت ټاکلی وي، باید لیدو ته یې پر وخت ورشو، خو ژوند له ستونزو نه ډک دی او کېدای شي کله کله ستونزې راته پيدا شي او ونه شو کولای چې پر وخت پر خپلې ژمنې ودرېږو، نو په داسې حالاتو کې باید مقابل لوري ته احوال ورکړو او هغه پوه کړو چې موږ ته په تمه نه شي، د دې ترڅنګ د دې لپاره چې پر وخت پر خپلې ژمنې ونه درېدو بخښنه وغواړو. خو هېر مو نه شي چې که موټر مو په لار کې بند پاتې شو، ډېر ويده شوئ او د ويښېدو لپاره مو زنګ لرونکی ساعت نه وي کوک کړئ او يا مو د خپل موټر کلۍ ورکه کړې وي دا ټولې ستونزې ستاسو بې نظمي ښيي او مقابل لوري ته د سپکاوي معنا لري.

دویم_ تل نورو ته د انتقاد ګوته مه نيسئ!

که غواړئ چې نور له تاسو سره مينه ولري او تاسو هغوی ته ځانګړي و اوسئ، نو د نورو د کړنو په اړه قضاوت مه کوئ او هغوی ته د انتقاد ګوته مه نيسئ! هڅه وکړئ چې د نورو پر کړنو انتقاد ونه کړئ، تر څو هغوی ته دا احساس ورکړئ چې تاسو د هغوی له کړنو سره هېڅ ډول ستونزه نه لرئ. په ټولنه کې ډېر داسې کسان شته چې انتقاد نه مني، نو تاسو هڅه مه کوئ چې د هغوی پر کړنو انتقاد وکړئ، ځکه چې په انتقاد کولو سره به يوازې ستاسو د انتقاد کولو مهارت پياوړی شي بس او په مقابل لوري به هېڅ ډول اغیزه هم ونه کړي. د دې پر ځای چې له باران نه شکايت وکړئ، ورنه خوند واخلئ او د دې پر ځای چې د نورو له کړنو نه خپه شئ، هڅه وکړئ چې د هغوی کړنې ومنئ او له کړنو یې خوند واخلئ!

درېیم_ وخاندئ!

خندېدل د‌ دې لامل کېږي چې نور له تاسو سره مينه ولري او همدا خندا ده چې ستاسو څېره نوراني کوي. پام مو وي چې د دروغو خندا نه ډډه وکړئ، ځکه چې ستاسو د شاوخوا کسان، ستاسو د دروغو خندا په لیدو سره ستاسو پر رښتينولۍ شک کوي. کله چې انسان د زړه له کومې نه خاندي، د هغه زړه هم ښه احساس کوي. هغه څوک چې خاندي او تل پر خپلو شونډو مسکا لري، له خپل ژوند نه خوند اخلي. نو تل پر خپلو شونډو مسکا ولرئ، ځکه چې هېڅوک نه غواړي له داسې چاسره مينه او اړيکه ولري چې هغه بدخويه وي.

څلورم_ د ځان په اړه ډېرې خبرې مه کوئ!

هر چا ته د خپل غږ خوند ورکوي، خو دا په دې معنا نه ده چې په دوامداره بڼه د خپل صفت وکړو، د دې ترڅنګ په يوې اړيکه کې باید دواړو لورو ته د خبرو کولو وخت ورکړل شي او نه باید يوازې تاسو وغږېږئ، بلکې مقابل لوري ته هم د خبرو کولو وخت ورکړئ! دا ښه خبره نه ده چې د خپل ژوند، احساساتو او برياوو په اړه نورو ته ووايئ، تر څو هغوی تاسو وپېژني او تاسو درک کړي ستاسو دغه کړنه د دې لامل کېږي چې د شاوخوا کسان مو ځان ښکته وګڼي او له تاسو نه خپه شي. که څه هم دا ښه کار نه دی خو ډېری خلک دا کړنه ترسره کوي او د شاوخوا خلک یې ورنه خپه وي. نو هڅه وکړئ چې د خپلو احساساتو، برياوو او شخصي ژوند په اړه ډېر ونه غږېږئ او خپل شاوخوا خلک له ځان نه، ونه ځوروئ! د وخت په تېرېدو به هغوی خپله ستاسو احساسات او برياوې درک کړي.

پنځم_ نورو ته ارزښت ورکړئ!

نورو ته ارزښت ورکړئ، له هغوی نه پوښتنې وکړئ او د هغوی خبرو ته غوږ ونيسئ، تر څو هغوی له تاسو سره د ارامۍ احساس وکړي او له تاسو سره يې مينه پيدا شي. د دې پر ځای چې تل د خپل ځان په اړه وغږېږئ، نورو ته هم پام وکړئ او يو ښه اورېدونکی/ې و اوسئ! که هغوی د خبرو لپاره څه نه درلودل، تاسو یې وغږوئ او د هغوی د ورځنیو کړنو، احساساتو او کورنۍ په اړه ورنه پوښتنه وکړئ، د هغوی پاملرنه ځانته واړوئ او غوږ ونيسئ چې هغوی څه وايي او پرته له دې چې دېته ارزښت ورکړئ چې ایا د هغوی خبرې منئ او که نه، د هغوی خبرې تر پایه واورئ او هغوی ته دا احساس ورکړئ چې تاسو ته ارزښت لري.
د پورتنیو ځانګړنو ترڅنګ ځينې نورې ځانګړنې هم شته چې که ستاسو په وجود کې وي، نور دېته اړ کوي چې له تاسو سره مينه ولري او ستاسو په څنګ کې د ارامتیا احساس وکړي، د ياران ويبپاڼې په نورو لیکنو کې به ان‌شاءالله هغه ځانګړنې هم درښیو، په نننۍ لیکنه کې پورتنۍ ځانګړنې بسنه کوي.